د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې په دې وروستیو کې پر افغان کډوالو د پولیسو د فشار له ډیریدو سره سم د یوې افغانې کورنۍ خپلوان وايي چې دوه اونۍ وړاندې یوه اوه کسیزه کورنۍ د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پولیسو لخوا د اسنادو د نه درلودلو په تور نیول شوي چې دامهال له خپلو پنځو ماشومانو سره په زندان کې شپې سبا کوي.
نویده* چې دغې کورنۍ ته نږدې کس دی وايي، دغه افغانان د دې لپاره تازه پاکستان ته تللي و تر څو په اسلام اباد کې د امریکا په سفارت کې د ویزې د غوښتنې لپاره مصاحبه ترسره کړي. میرمن نویده په دې اړه نن پنجشنبه کډوال نیوز ته وویل:« سفارت ته له رسیدو وړاندې دغه کورنۍ د کراچۍ په ښار کې د پولیسو لخوا له ګڼو نورو افغانانو سره و نیول شول. دوې پنځه ماشومان هم لري.»
نویده زیاتوي چې له یادې کورنۍ څخه د خوشي کیدو په بدل کې ۴۰۰ زره پاکستاني روپۍ غوښتل شوي. هغه زیاتوي که چیرې دغه پیسې ور نکړي نو باید دوې څلور میاشتې په زندان کې پاتي شي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د طالبانو سفارت په دې وروستیو کې ویلي و چې یوازې په تیرو څلویښتو ورځو کې له زرو ډیر افغانان د پاکستان له بیلابیلو ښارونو څخه د پولیسو لخوا نیول شوي او زنداني شوي دي. ډیرۍ دغه افغانان د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نیول شوي خو ویل کیږي چې په دوې کې داسې خلک هم شته چې قانوني اسناد لري.
نور ولولئ: پاکستان کې پولیسو تر زرو ډېر افغان کډوال نیولي دي
د دغو کډوالو له نیولو وروسته په پاکستان کې د طالبانو سفارت خبر ورکړ چې ۳۰ تنه نیول شوي افغانان د کراچۍ له زندان څخه بیرته خوشي شول.
د افغانانو د زورونې ویډیو ګانې
په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یو شمیر ویډیوګاني خپرې شوي او د دې ښودنه کوي چې په پاکستان کې د یو شمیر افغانانو لاسونه تړل شوي او له یو شمیر نورو بیا پولیسو پیسې او موبایلونه غواړي.
یوه ویډیو چې له تیرو څو ورځو راهیسې په ټولنیزو شبکو کې ښکته او پورته کیږي په کې لیدل کیږي چې د ماشومان په ګډون یو شمیر ځوانان چې لاسونه يي په پړو تړل شوي له موټر څخه ښکته کیږي او پاکستاني پولیس ورته وايي راشئ ! راشئ!
په ویډیو نیول شوي کسان وايي چې پولیسو له مونږ څخه موبایلونه او پیسې اخیستي. یو تن په دې اړه وايي:« مانه يي یو موبال او ۵۰۰۰ روپۍ اخیستي».
له افغانانو سره په پاکستان کې د پولیسو دغه چلند یو شمیر اندیښنې رامنځ ته کړي. پخوانی ولسمشر حامد کرزي له پاکستان څخه غوښتي چې د نړیوالو او بشري قوانینو له مخې دې له افغان کډوالو سره چلند وکړي.
د یادولو ده چې دا مهال له درې میلیونو څخه ډیر افغان کډوال په پاکستان کې د کډوالۍ شپې سبا کوي چې له دې ډلې ۱،۴ میلیونه يي له ملګرو ملتونو سره ثبت دي او د کډوالۍ قانوني اسناد لري.
نویده مستعار نوم