انځور:‌ پېکسابي
انځور:‌ پېکسابي

ګارډین ورځپاڼه په یو تازه راپور کې لیکي چې برېتانوي چارواکو د دغه هېواد د کډوالو او پناه غوښتونکو په اداره کې داسې کسان ګومارلي دي چې د پناه غوښتنې له قوانینو سره هېڅ بلدتیا نه لري. په راپور کې راغلي دي چې دغو کسانو ته د پناه غوښتنې‌ په برخه کې کافي روزنه او زده کړه هم نه ده ورکول شوې.

ګارډین په یوه راپور کې چې د شنبې په ورځ (د نومبر ۵مه) خپور شوی لیکي چې د مک ډونالډ او د الدي او ټسکو سوپرمارکېټونو پخواني کارکوونکي د برېتانیا د کډوالۍ په اداره کې ګومارل شوي دي او له پناه غوښتونکو سره مرکه کوي.

په راپور کې راغلي دي چې د کډوالۍ ادارې یو پخوانی کارکوونکی چې «د پناه غوښتنې په برخه کې نږدې لس کاله کاري تجربې لري» نويو ګومارل شویو کسانو ته د پناه غوښتنې پروسې په برخه کې روزنه ورکوي.

د دغه کس له قوله ویل شوي دي چې چارواکي «داسې خلک پر دندو ګوماري چې د پناه غوښتنې له سیستم سره هېڅ بلدتیا نه لري او کله چې له دندو ګوښه کېږي هېڅوک د هغوی ملاتړ نه کوي». د نوموړي په وینا، ځینې کارکوونکي د کډوالو د هېوادونو په هکله د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د ګرځندوی لارښودونو ته مراجعه کوي.

بیا ولولئ: برېتانیا:‌ الکترونیکي لاس بندونو کډوال له رواني ستونزو سره مخ کړي دي

لنډمهاله روزنه

دغو نويو ګومارل شويو کارکوونکو پخوا د سوپرمارکېټونو د پلورلو او یا د مشتریانو خدماتو څانګو کې کار کاوه. دوی چې په انلاین ډول او یا د کاري اژانسونو له لارې یادې ادارې ته لار موندلې ده تر لنډمهالې روزنې وروسته د کډوالۍ په اداره کې خپل کار پیل کړی دی.

د ګارډین په حواله حکومت له یادو کسانو سره لنډمهاله تړونونه لاسلیک کړي دي چې هرې درې میاشتې یې تمدیدوي. ځینو دغو کارکوونو ګارډین ته ویلي دي چې له دوه ورځنۍ روزنې وروسته دې ته اړ شوي چې په یوازیتوب سره خپل کار مخ ته یوسي.

یوه کارکوونکي‌ ویلي دي چې د روزنې مانا دا ده چې «تاسې له یو بل کارکوونکي سره کېنئ او کار ته یې ګورئ، ورپسې دغه کس تاسو ته یوه دوسیه سپاري او ستاسو کار ته ګوري».

ګڼې رد شوې دوسیې محاکمو کې منل شوې

د عیني شاهدانو په وینا له ۲۰۱۲ راهیسې د برېتانیا د کډوالۍ په اداره کې له پناه غوښتونکو سره د مرکو کیفیت ټیټ شوی دی.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت رسمي شمېرې ښيي چې ډېری هغه کسان چې د پناه غوښتنې په لومړي پړاو کې یې دوسیې رد کېږي، له محکمې څخه د استیناف غوښتنې وروسته قبولي ترلاسه کوي.

بیا ولولئ: د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د کډوالو تګ: تر درې سوه ډېر کسان برېتانیا ته رسېدلي، شاوخوا سل تنه ژغورل شوي

تېر کال ۲۸۵۲۶ کډوال وتوانېدل چې د انګلیس کانال له لارې په وړو کښتیو کې ځانونه برېتانیا ته ورسوي. له دغې ډلې څخه تر اوسه د ۴ سلنه کډوالو دوسیو ته رسیدنه شوې ده. په تېرو څو اونیو کې د کنت ښار د منستون په مرکز کې د کډوالو د ژوند د خراب وضعیت په هکله ګڼ راپورونه خپاره شول. دمګړۍ په دغه مرکز کې چې په یو وخت کې د ۱۶۰۰ کسانو د ځایولو ظرفیت لري څه باندې ۴۰۰۰ کډوال ساتل کېږي.

 

نورې ليکنې