لندن او پاریس نن دوشنبه سهار د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د کډوالو اوښتو د مخنیوي تړون لاسلیک کړ. دا په داسې حال کې ده چې د برېتانیا د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې سږ کال تر دې دمه تر ۴۰ زره ډېر کډوال د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته اوښتي دي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت وایي چې نن دوشنبه د نومبر ۱۴مه د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د کډوالو د ورتګ د مخنیوي پر سر د لندن او پاریس ترمنځ هوکړه وشوه. له تېرو څو کلونو راهیسې د سمندر له لارې برېتانیا ته د اوښتونکو کډوالو مسله د فرانسې او برېتانیا ترمنځ په یوې کړکېچنې موضوع بدله شوې ده.
دغه دواړه هېوادونه په یوه ګډه اعلامیه کې وایي چې لندن ژمنه کړې ده چې په ۲۰۲۲-۲۰۲۳ کې به د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره فرانسې ته ۷۲،۲ میلیونه یورو ورکړي. همدارنګه پاریس به په خپلو سواحلو کې د امنیتي ځواکونو شمېر ۴۰ سلنه زیات کړي. د تړون له مخې، ټاکل شوې ده چې فرانسه د دغه هېواد شمالي سواحلو ته ۳۵۰ نور سرتېري واستوي.
دغه تړون کې چې نن دوشنبه پاریس کې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن او د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې سویلا برېورمن ترمنځ لاسلیک شوی دی د هغو کښتیو د شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي چې په انګلیس کانال کې یې مخه باید ونیول شي.
بیا ولولئ: برېتانیا ته سفر: له سمندر څخه د یوې افغانې کورنۍ د ژغورلو غمجنه ویډیو
د ځواکونو د شمېر زیاتول، نوي تجهیزات، د ناظرانو ډلې...
د تړون په متن کې راغلي دي چې پاریس ژمنه کړې چې په خپلو سرحداتو کې د امنیتي ځواکونو شمېر زیات کړي او همدارنګه د کډوالو د کښتیو د مخنیوي لپاره د بې پیلوټه الوتکو په څېر نوي تکنالوژیکي تجهیزات هم وکاروي.
همدارنګه دواړه هېوادونه غواړي چې د قاچاقي ډلو د له منځه وړلو په موخه له هغو کډوالو څخه معلومات ترلاسه کړي چې په سمندر کې نیول شوي دي. دغه راز برېتانیا ته د اوښتونکو کډوالو د منصرف کولو لپاره هم باید هڅې زیاتې او لا ګړندۍ شي.
د تړون له مخې، د لومړي ځل لپاره به د لندن او پاریس ترمنځ د اړیکو د ښه کولو، له کډوالو څخه د معلوماتو د راټولولو او د معلوماتو د تبادلې لپاره د ناظرانو ډلې پر دندو وګومارل شي.
زیاته شوې ده چې په بندرونو کې د پولیسو د سپیو شمېر باید ډېر کړل شي او دغه راز د سواحلو په هغو سیمو کې چې مهاجر ترې خپل سفر پیلوي امنیتي کمرې باید ولګول شي. همداشان د فرانسې په سوېلي سیمه کې به د هغو مهاجرو لپاره مرکزونه جوړ کړل شي چې د مدیترانې له لارې فرانسې ته راځي او ورپسې د فرانسې له کالې ښار څخه برېتانیا ته د تګ هڅه کوي.
۴۰ زره کډوال برېتانیا ته رسېدلي
دا تړون وروسته له هغه کېږي چې د برېتانیا د دفاع وزارت پرون یکشنبه وویل چې د روان کال له پیل راهیسې تر ۴۰ زره ډېر کډوال په دې بریالي شوي چې د انګلیس کانال له لارې دغه هېواد ته واوړي.
د برېتانیا حکومت په حواله د تېرې شنبې په ورځ ۹۷۲ کډوال چې په ۲۲ کښتیو کې سپاره ول د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته رسېدلي چې له دې سره دغه هېواد ته د رسېدلو کډوالو شمېر ۴۰۸۸۵ تنو ته رسېږي. ډېری دغه کډوال د البانیا، ایران او افغانستان اتباع دي.
تېر کال ۲۸۵۲۶ کډوالو د انګلیس کانال له لارې ځانونه برېتانیا ته رسولي وو.
د ۲۰۲۱ د نومبر میاشتې په ۲۴مه انګلیس کانال کې د کډوالو د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۲۷ کډوال ووژل شول. د کډوالۍ نړیوالې ادارې په حواله له ۲۰۱۴ راهیسې تر ۲۰۰ ډېر کډوال برېتانیا ته د اوښتو د هڅو په ترڅ کې وژل شوي دي.