په آلمان کي د سپورټ ځايونه هم د مهاجرو د سرپناوو په توګه چمتو شوي
په آلمان کي د سپورټ ځايونه هم د مهاجرو د سرپناوو په توګه چمتو شوي

په داسي حال کي چي په آلمان کي په دوامداره توګه د نوو مهاجرو د راتګ شمېرې زياتي شوي دي، زيات ښارونه د اړينو سرپناوو له نشته والي څخه اندېښنه لري.

د آلمان د ښارونو د سراتحاديې عمومي مشر هېلموټ ډېډي د آلمان له مرکزي حکومت څخه د مهاجرو لپاره د سرپناوو د برابرولو په موضوع کي مرسته غوښتې ده. نوموړي د آلمانۍ ورځپاڼي «زيوډ ډويچه څايټُونګ» سره په مرکه کي ويلي دي: «موږ په روښانه توګه وينو چي د په ډېرو ښارونو کي د سرپناوو شته ځايونه ټول ډک شوي دي.» د نوموړي دا څرګندونې د ياد اخبار د دوشنبې د ورځي په ګڼه کي خپرې شوي دي.

ډېډي د خپلې اتحاديې په استازيتوب وويل چي د آلمان فدرالي ايالتونه او مرکزي حکومت بايد خپلي يو شمېر ودانۍ بېله زياتي بيوروکراسۍ او بېله کرايې څخه د دې لپاره د ښارونو په اختيار کي ورکړي، چي ښارونه پکښي ورته راغلي مهاجر ځای پر ځای کړلای شي. هغه د آلمان پر مرکزي حکومت ږغ وکړ چي بايد تر هغه څخه زياتي پيسې ښارونو ته ورکړي لکه چي تر اوسه يې ورکړي دي. نوموړي ويلي چي د آلمان مرکزي حکومت د مهاجرو د مدغم کولو په مصارفو کي «يو سېنټ» هم نه ورکوي.

د آلمان د ښارونو د اتحاديې بل مشر ګېرد لندسبېرګ ويلي دي چي ښارونه انتظار لري چي د نوو راتلونکو مهاجرو شمېر به زيات شي. د هغه په وينا «و ژمي او په اوکراين کي روانې جګړې ته په کتلو سره احتمال زيات دی چي لا زيات مهاجر آلمان ته راشي.»

د لندسبېرګ په وينا روان وضعيت د هغه څرګندويي کوي څنګه چي روسيه په هدفمندانه توګه په خپله جګړه سره د اوکراين بنيادي جوړښتونه له منځه وړي. د هغه په وينا د افغانستان او افريقا تر څنګ به د نړۍ له نورو سيمو څخه هم مهاجر آلمان ته راشي.

د آلمان د پوليسو د صنفي اتحاديې مشر مانويل اوسترمن د آلمان د کورنيو چارو د وزيري د مهاجرت پر سياست نيوکي کړي دي. هغه په وینا «آلمان يو ځل بيا د مهاجرت د بحران مرکزي ټکی دی». د هغه په وينا اوس بايد د سرحدي کنټرول بېرته رامنځته کول او د عمل وړ اخراجونو عملي کول بايد لومړيتوب ولري.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې