په بريتانيه کي په ټوليزه توګه ۱۲۰ زره پناه غوښتونکي په دې انتظار دي چي د پناه غوښتنې پر دوسيو يې کار پېل شي. له ۲۰۱۷ کال راهيسي دغه شمېر څلور چنده زيات شوی دی.
په بريتانيا کي د مهاجرو د ملاتړ شورا د دوشنبې په ورځ وويل چي په دغه هيواد کي ۱۲۰ زره انسانان په دې انتظار ناست دي چي د پناه غوښتنې دوسيې يې پروسه شي. ياد سازمان د خپلو معلوماتو منبع د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت بللی دی. د دغه سازمان په وينا په زياته په تېر يونيم کال کي دغه شمېر ډېر زيات شوی دی.
د مهاجرو شورا ويلي دي چي له پناه غوښتونکو څخه دريمه برخه يې داسي ده چي آن د يو او درو کالونو تر منځ انتظار ته مجبور وي تر څو د پناه غوښتنې دوسيه يې پروسه کيږي. زياته شوې چي ۷۲۵ داسي پناه غوښتونکي چي ورڅخه ۱۵۵ يې ماشومان دي، له تر پنځو کالو څخه لا زيات وخت کيږي چي د خپل برخليک له څرنګوالي څخه بې خبره ساتل شوي دي.
د بريتانیې محافظه پال حکومت د زيات وخت راهيسي هڅه کوي چي د مانش کانال له لاري و دغه هيواد ته په ناقانونه توګه د داخلېدنې مخه ونيسي. د مثال په توګه حکومت غواړي چي له دغې لاري بريتانيا ته راغلي مهاجر و افريقايي هيواد روانډا ته ولېږي له کوم ځای څخه چي به هغوی بيا د پناه خپله غوښتنه کوي. خو و بريتانيې ته د هغوی د بېرته راتګ لاره به ورته تړل کيږي.
په روان عيسوي کال تر ۴۰ زرو څخه زيات مهاجر د مانش کانال له لاري و بريتانيې ته رسېدلي دي. په دومره زيات شمېر مهاجر هيڅکله له دغي لاري بريتانيا ته نه ول رسېدلي. د حکومت په وينا هره ورځ تقريبا ۷،۷ مليونه يورو په هوټلونو کي د مهاجرو په ساتلو مصرفوي. خو بريتانيې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د نوامبر په ۱۴ نېټه) د فرانسې سره يو تړون لاسليک کړ چي په مرسته يې غواړي د مانش کانال له لاري د مهاجرت شمېرې راکمي کړي. د دغه تړون له مخي به په فرانسه کي د هغو چارواکو شمېر زيات کړل شي چي دغه لاره څاري او مخنيوی يې کوي.
آ./ا.ا.