په اتريش کي د مهاجرو د مخ په زياتېدونکي شمېر پر سر لانجه کي د يو کوچني ښارګوټي ښاروال د مهاجرو لپاره چمتو شوو کږديو د ليري کولو امر کړی دی.
په داسي حال کي چي په اُتريش هيواد کي د راتلونکو مهاجرو لپاره په کافي اندازه د سرپټي ځايونه نشته، نو فدرالي دولت په بعضو سيمو کي د مهاجرو لپاره د کږديو درولو کار پېل کړی دی. خو د سانکت ګيورګن په نوم يو ښارګوټي ښاروال فردينانت آيګنر په خپل ښار کي د تر لسو څخه زياتو کږديو د ليري کولو امر کړی دی.
دغه کږدۍ د هغه په ښارګوټي يا کلي کي تېره مياشت د مهاجرو لپاره درول شوي وې. دا د هغه وروسته چي نوموړی د فدرالي چارواکو سره د دغو کږديو پر سر د رامنځته شوي لانجې په هواري کي بريالی نشو. يو شمېر کارګرو د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د نوامبر ۱۴ نېټه) د ۱۷ سپينو هغو کږديو د ليري کولو کار پېل کړل، کومي چي په ياد ښارګوټي کي درول سوي وې.
ښاروال فرديڼانت آيګنر د خپلي يادي پرېکړي په هکله ويلي دي چي په دا ډول کږديو کي د مهاجرو ساتل «غيرانساني» او غير خوندي عمل دی. د هغه په وينا دغه کږدۍ به چپه شي که لږ تېز توفان پر راشي.
آيګنر و اسوشيېتد پرېس خبري آژانس ته ويلي دي چي د مهاجرو لپاره په ښارګوټو کي دا ډول کږدۍ درول يو «احمقانه» عمل دی. د هغه په وينا په داسي حال کي چي ښارګوټي تر مخه لا د مهاجرو لپاره زياتي خوارۍ باسي، نو دا ډول يو کار ښه حل نه دی. هغه ويلي دي چي اجازه به ورنکړي چي د ده په ښارګوټي کي دي دا ډول کږدۍ ودرول شي. هغه ادعا وکړه چي د ښارګوټي اوسېدونکي يې د پناه غوښتونکو له موجوديت څخه بيره لري، کوم چي يې په وينا اکثريت ځوانان دي.
د اتريش حکومت په دوامداره توګه د مهاجرو لپاره د کږديو درولو په برخه کي د دغه ښارګوټي پر خنډ اچونې نيوکي کړي دي. حکومت وايي چي دغه کلي دغي سيمي تر اوسه پوري د مهاجرړو د منلو هغه سهميې نه دي پرځای کړي چي ورته ټاکل شوي دي.
په تيرو ۷ کالونو کي تر يو مليون څخه زیات مهاجر اتريش ته ورغلي دي او د نړيوال محافظت غوښتونکو شمېر زښت زيات شوی دی. په زياته د سرپناوو په برخه کي دغه زياتي شمېرې پر ښارونو او کليو د زيات فشار راتلو سبب شوي دي.
آ./ا.ا.