درې ویشت کلن ذکرالله وایي چې په هوا سړه کې یې پښه بې حسه کېږي. انځور: کډوال نیوز
درې ویشت کلن ذکرالله وایي چې په هوا سړه کې یې پښه بې حسه کېږي. انځور: کډوال نیوز

د پاریس په شمال کې د لاشاپل تر پله لاندې نږدې ۳۰۰ کسان چې ډېری یې افغانان دي د سرپناه د نشتوالي له امله سختې شپې ورځې تېروي. ځینې کډوال څو ورځې مخکې دغه کمپ ته راغلي دي، خو ځینې نور بیا له اونیو او آن میاشتو راهیسې د سړکونو پر غاړه اوسېږي. د کډوالو د حقونو مدافع سازمانونه له دولت څخه غواړي چې دغو مهاجرو ته سرپناه برابره کړي.

حیات الله عادل د لاشاپل مترو تر پله لاندې د خپلې خیمې مخې ته ناست دی. دغه ۳۲ کلن افغان کډوال چې د بغلان ولایت اصلي اوسېدونکی دی له یوې اونۍ راهیسې د پاریس په شمالي سیمه لاشاپل کې د کډوالو په غیر رسمي کمپ کې اوسېږي. نوموړی تېره اونۍ له سویس څخه فرانسې ته راغلی دی. هغه وایي: «کله چې پاریس ته ورسېدم، له خلکو څخه مې پوښتنه وکړه چې د کډوالو کمپ چېرته دی. هغوی راته وویل چې په لاشاپل کې.»

د حیات الله په څېر د لا شاپل تر پله لاندې سلګونه نور کډوال هم شپې ورځې تېروي چې ډېری یې افغانان دي. د مترو او د موټرو غږونه یوه شېبه هم دغه کډوال ارام نه پرېږدي. د کمپ اوسېدونکي وایي چې د خیمو د کموالي له کبله تر هرې خیمې لاندې معمولاً دوه یا درې کسان اوسېږي. خو ځینې کسان آن خیمې هم نه لري.

حیات الله وایي: «دلته هېڅ ډول امکانات نشته. کډوال د خیمو له کموالي سره مخ دي. د شپې له خوا هوا سړېږي. د مترو او موټرو غږونه مو خوب ته نه پرېږدي.»

دغه کډوال چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ګواښونو له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوی وایي چې هره ورځ هڅه کوي چې د خپلې دوسیې د ثبت لپاره له اوفي سره اړیکه ونیسي، خو نه بریالی کېږي. هغه وایي: «هره ورځ ۴-۵ ځله اوفي ته تلیفون کوم او هر ځل ۴۰ دقیقې انتظار باسم. خو څوک ځواب نه راکوي.»

بیا ولولئ: پاریس ته نږدې تر یوه پله لاندې لسګونه تنکي افغان ځوانان د سرپناه لپاره انتظار باسي

حیات الله یوه اونۍ مخکې فرانسې ته راغلی دی او لا شاپل کمپ کې اوسېږي. انځور: کډوال نیوز
حیات الله یوه اونۍ مخکې فرانسې ته راغلی دی او لا شاپل کمپ کې اوسېږي. انځور: کډوال نیوز

تازه رسېدونکي کډوال

په ورته مهال پاریس کې د یوتوپیا ۵۶ سازمان مشره اسیان ماراش کډوال نیوز سره خبرو کې وایي چې د کمپ ډېری اوسېدونکي تازه فرانسې ته رسېدلي دي. د نوموړې په حواله فرانسه کې د تازه رسېدلو مهاجرو د هرکلي لپاره د سیستم نشتوالی د دې سبب شوی دی چې کډوال په ورته کمپونو کې ژوند وکړي.

د آغلې ماراش په وینا د لا شاپل په پنډغالي کې څه باندې ۳۰۰ تنه کسان ژوند کوي چې ډېری یې افغانان دي. ځینې کډوال له اونیو او آن له میاشتو راهیسې د سړکونو پر غاړه اوسېږي. فرانسوي چارواکو د اکټوبر میاشتې په ۲۷مه کډوالو ته د سرپناه ورکولو عملیاتو په ترڅ کې سلګونه مهاجر د لاشاپل له کمپ څخه ایستلي وو، خو ګڼ شمېر نور د ځای د نشتوالي له کبله بې سرپناه پاتې شول.

هغه وخت د پاریس قومندانۍ ویلي وو چې په پام کې لري چې ۶۰۰ کډوالو ته سرپناه برابره کړي. خو په پای کې یې یوازې ۳۰۰ ته سرپناه ورکړه او پاتې نورو د لاشاپل تر پله لاندې خیمې ودرولې. د پاریس د پولیسو قومندانۍ له دغو عملیاتو وروسته په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې «په راتلونکو اونیو کې» به پاتې کسانو ته هم سرپناه برابره کړي.

یوتوپیا ۵۶ سازمان په دې اند دی چې د فرانسوي چارواکو له خوا د کډوالو د شمېر د معلومولو طریقه ناسمه ده. اوسیان ماراش وایي: «د فرانس تغ دزیل کارکوونکي د کډوالو د شمېر د معلومولو لپاره مهاجر کمپونو ته ځي، خو ډېری وختونه کډوال په کمپ کې نه وي.» د نوموړې په وینا ګڼ شمېر کډوال سهار وختي د خپلو اداري او نورو چارو د پر مخ وړلو لپاره دولتي ادارو ته ځي.

ذکرالله جلالي یو له دغو کډوالو دی چې د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کوي. دغه ۲۳ کلن افغان چې د هلمند ولایت اصلي اوسېدونکی دی او افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوی دی وایي چې د ملا درد له کبله د شپې خوب نه ورځي.

نوموړی چې خیمه هم نه لري وایي: «سړه هوا کې مې پښه بې حسه کېږي. څو ځله مې پناه غوښتونکو ته ځانګړي شوي روغتیایي مرکز یا پاس ته مراجعه وکړه. هلته مې څو ساعته انتظار کاوه. خو هغوی هر ځل راته ویل چې سبا راشه.»

بیا ولولئ: د پاریس په شمالي سیمه کې افغان کډوال د سړکونو پر غاړه شپې سبا کوي

په دغه کمپ څه باندې ۳۰۰ کډوال ژوند کوي چې ډېری یې افغانان دي. انځور: کډوال نیوز
په دغه کمپ څه باندې ۳۰۰ کډوال ژوند کوي چې ډېری یې افغانان دي. انځور: کډوال نیوز

«کډوال ستړي شوي»

د یوتوپیا ۵۶ مشرې اسیان ماراش په حواله د لا شاپل کمپ اوسېدونکي د ژوند په ټولو برخو کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د هغې په وینا دغه کډوال روغتیایي خدماتو، ټولنیزو مرستو، جامو او نورو ضروري شیانو ته لاسرسی نه لري او «له دې وضعیت څخه ستړي شوي دي».

په لاشاپل کمپ کې یوه افغانه کورنۍ هم اوسېږي. عبدالفتاح چې د بغلان ولایت دی وایي چې د سرپناه د نشتوالي له کبله له زیاتو ستونزو سره مخ دی. هغه چې له خپل ماشوم او ښځې سره یو ځای اووه کاله په سویس کې تېر کړي دي خو منفي ځواب یې ترلاسه کړی، له تېرې یوې میاشتې راهیسې په دغه کمپ کې تر یوې خیمې لاندې شپې ورځې تېروي. عبدالفتاح وایي: «دلته ځان نارام احساسوم. ماشوم مې ښوونځي ته نه شي تللی. په سویس کې یې فوټبال کاوه، خو په پاریس کې ټوله ورځ په کمپ کې دی.»

د نوموړي ښځه وایي چې د مېرمنو لپاره د ځانګړو تشنابونو نشتوالی یې ځوروي. د لاشاپل کمپ په یو کونج کې عمومي تشنابونه لیدل کېږي، خو کمپ کې د ښځو لپاره ځانګړی تشناب نشته.

دغه افغان کډوال د ځان مینځلو لپاره هم له ستونزو سره مخ دي. حیات الله عادل وایي چې حمام له کمپ څخه ۳۰ دقیقې فاصله لري او دوی نه شي کولی چې هره ورځ حمام ته ولاړ شي. ذکرالله بیا وایي چې له دوو اونیو راهیسې حمام ته نه دی تللی.

 

نورې ليکنې