کډوال په انګلیس کانال کې. انځور: رویترز
کډوال په انګلیس کانال کې. انځور: رویترز

د ۲۰۲۱ د نومبر په ۲۴مه انګلیس کانال کې د کډوالو د کښتۍ له ډوبېدو یو کال وروسته قضایي پلټنو د فرانسې د ژغورنې په سیستم کې جدي ستونزې او نیمګرتیاوې په ګوته کړې دي. موندنې ښيي چې که څه هم دغه کښتۍ کې سپرو کډوالو څو ځله له چارواکو سره اړیکه نیولې وه، خو چا ورسره مرسته نه وه کړې.

د ۲۰۲۱ د نومبر په ۲۴مه یوه کښتې کې سپرو ۳۳ کډوالو د فرانسې له سمندري چارواکو سره اړیکه ونیوله او د مرستې غوښتنه یې ترې وکړه، ۱۲ساعته وروسته یوې کب نیوونکې کښتۍ په انګلیس کانال کې کې ۱۵ مړي وموندل. په دغو ۱۲ ساعتونو کې کښتۍ کې سپرو کډوالو لږترلږه ۱۵ ځله له چارواکو سره اړیکه ونیوله او د مرستې غوښتنه یې ترې وکړه.

له پېښې یو کال وروسته یوې څېړنې چې لومونډ ورځپاڼې یې د نومبر په ۱۳مه جزیات خپاره کړي دي، د فرانسې ژغورنې سیستم کې نیمګرتیاوې په ګوته کړې دي.

د څېړنې له مخې، کډوالو له ډوبېدو مخکې په وار وار د ګري نې د ژغورنې او نظارت سیمه ایز عملیاتي مرکز یا کراس سره اړیکې ونیولې چې د مانش او شمالي‌ قومندانۍ تر مدیریت لاندې دی، خو هڅې یې بې ګټې وې.

دغه پېښه کې د ۷ ښځو، یو ۱۶ کلن او یو ۷ کلن ماشوم په ګډون ۲۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. څلور تنه نور تر اوسه لادرکه دي. د پېښې دوو ژوندي پاتو کسانو - یو عراقی او یو سوډانی - څېړونکو ته ویلي دي چې دوی له دنکرک څخه خپل سفر پیل کړی و خو څو ساعته وروسته یې د کښتۍ موټور له کاره ولوېد.

بیا ولولئ: انګلیس کانال: څلور ویشت کلنه مریم، د کډوالو ډوبې شوې کښتۍ کې وژل شوې ښځه

پر له پسې تماسونه او د لومړیتوب مسله

د مانش او شمالي‌ سمندر قومندانۍ په ۲۰۲۰ کې له کډوال نیوز سره خبرو کې ویلي وو چې د کډوالو کښتۍ تر خطر لاندې کښتیو په توګه پېژندل کېږي.

د کالې سواحل له برېتانوي سواحلو څخه ۵۰ کیلومتره فاصله لري. ځینې وختونه د کډوالو کښتۍ په دغه تنګه کې ورکېږي، له مال وړونکو کښتیو سره ټکر کوي او یا یې موټورونه له کاره لوېږي. همدارنګه ډېری وختونه د کډوالو کښتۍ له اندازې زیات ډکې وي.

خو د نومبر په ۲۴مه څه پېښ شول؟ د کراس اوپراټوران ښيي چې هغه سمندري کارکوونکو چې د کډوالو تماسونه یې ترلاسه کړي وو دې تکي ته پام نه و کړی چې کډوال له جدي ګواښ سره مخ دي.

د شېربورګ د سمندري ژاندارم د لټون څانګې ځینو غړو څېړونکو ته ویلي دي چې ډېری وختونه کډوال ورسره اړیکه نیسي او وایي چې له خطر سره مخ دي، خو په واقعیت کې له خطر سره مخ نه دي. لومونډ د عملیاتو مشر نیکولا اچ له قوله وایي: «ځینې وختونه کډوال له خطر سره مخ نه دي خو له موږ سره اړیکه نیسي… تماسونو ته لومړیتوب ورکول مشکل کار دی.»

د کراس بله غړې پولین ام بیا وایي: «موږ د دغه کښتۍ په اړه کومه اندېښنه نه درلوده.» د کراس په حواله، د پېښې په شپه نږدې لسو کښتیو ورسره اړیکې نیولې وې.

بیا ولولئ: مانش کانال: په آزادو اوبو کې د کډوالو ژغورنه څنګه تنظیمېږي؟

برېتانوي اوبو ته نږدې

ځینې وختونه چارواکي دې ته اړ کېږي چې ځینو کښتیو ته لومړیتوب ورکړي. د مانش او شمالي‌ سمندر قومندانۍ په ۲۰۲۰ کې کډوال نیوز ته ویلي وو چې دوی په ورته حالاتو کې له انګلیسي چارواکو سره تماس نیسي چې په پایله کې یې انګلیسي ژغورونکي د کډوالو د ژغورنې عملیات ترسره کوي.

د ګرې ني د ژغورنې او نظارت سیمه ایز عملیاتي مرکز ارشیف ښيي چې کراس د شپې په ۲ بجو، یعنې د کډوالو له لومړیو تماسونو لږ وروسته، د عملیاتو مسولیت برېتانوي ‌چارواکو ته سپارلی و. دوور کې د کراس د ژغورنې عملیاتو د همغږۍ اپراټوره وایي: «یوه کښتۍ ستاسو په سکټور کې ده. موقعیت یې تاسو ته ورکوم ځکه چې [د برېتانیا د اوبو] په ۰،۶ مایلۍ کې موقعیت لري.»

لومونډ لیکي چې د شپې په ۳ نیمو بجو یو مسافر کراس سره اړیکه نیسي او وایي چې اوبو ته غورځېدلی دی. اپراټور ځواب ورکوي: «هو، خو تاسې د برېتانیا اوبو کې یاست.»

تر اوسه د برېتانیا د اقداماتو په هکله پلټنه نه ده شوې. خو د پېښې د ژوندي پاتې کډوال احمد شیکسا په وینا هغه وخت برېتانوي چارواکو د عملیاتو مسولیت پر فرانسویانو اچولی و. 

«پوهېدو چې ورته پېښه رامنځته کېږي»

په ورته مهال د کډوالو د ملاتړ سازمان «تعجب ښودلی» چې فرانسوي او برېتانوي چارواکو یوازې دې ته فکر کاوه چې څوک د کډوالو د ژغورلو مسولیت په غاړه لري.

همدارنګه د فرانس تغ دزیل مسولې دلفین رویو ویلي چې شوک یې لیدلی دی. هغه وایي: «دا ښيي چې په سمندر کې د ژغورنې عملیاتو په هکله [د چارواکو ترمنځ] همغږي نشته...»

انګلیس کانال په دوو برخو وېشل شوی دی: د فرانسې سمندري قلمرو او د برېتانیا سمندري قلمرو. دواړه هېوادونه پر خپلو ساحلي اوبو حاکمیت لري. فرانسه د فرانسې په قلمرو کې عملیات کولی شي او برېتانیا خپل قلمرو کې. د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ کډوال نیوز ته ویلي وو چې ځینې وختونه د برېتانیا ځواکونه خپل قلمرو کې عملیات نه شي ترسره کولی، نو «له موږ نه غواړي او وایي چې اوبو ته یې ور داخل شو».

د کراس یوه غړي څېړونکو ته ویلي دي: «موږ پوهېدو چې دا پېښه به یوه ورځ رامنځته شي». یو بل کس ویلي دي چې دوه کاله کېږي چې دوی «د لا زیاتو وسایلو» غوښتنه کوي. د کراس ځینو غړو په حواله د عملیاتو د ترسره کولو لپاره زیاتو وسایلو ته اړتیا شته خو دوی د پېښې پر مهال یوازې «یوه هوایي او دوه سمندري وسیلې» درلودې.

 

نورې ليکنې