د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن د سه شنبې په ورځ د پارلمان د یوې استازې د پوښتنې په ځواب کې وویل چې حکومت چمتو دی چې د افغانستان د هنډبال لوبډلې هغو ۷ غړو ته د اقامې اسناد ورکوي چې پاکستان ته یې پناه وړې ده.
د افغانستان د هنډبال لوبډلې د غړو لپاره ښه خبر. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن پرون سه شنبه د پارلمان غونډې ته وویل چې دوی چمتو دي چې هغو ۷ افغان هنډبالرانو ته پناه ورکړي چې دمګړۍ په پاکستان کې اوسېږي.
دغه غونډه کې د سېن سن دني سیمې د کمونیست ګوند استازې سومیا بروآ د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ته وویل: «د افغانستان د ملي لوبډلې ۷ لوبغاړو پاکستان ته پناه وړې ده. موږ [سومیا بروآ او د پارلمان پخوانۍ استازې او د سپورټ وزیره ماري-ژورژ بوفې] څو اونۍ مخکې د بهرنیو چارو وزارت، د لومړۍ وزیرې دفتر، د ولسمشرۍ دفتر او ستاسو وزارت ته د هغوی په اړه خبر ورکړ.»
خو په وینا یې اسلام آباد کې د فرانسې سفارت تر اوسه له نوموړو لوبغاړو سره اړیکه نه ده نیولې.
بیا ولولئ: د افغانستان د نجونو فوټبال لوبډلې یو شمېر غړې د کیم کارداشیان په مرسته برېتانیا ته رسېدلي دي
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن د پارلمان دغې استازې په ځواب کې وویل چې دوی به د کورنیو چارو وزارت سره په هغږۍ او د ولسمشر او لومړۍ وزیرې د فرمان پر اساس یادې لوبغاړې ومني.
دارمنن زیاته کړه چې پاکستان کې د امنیتي شرطونو له بشپړېدو وروسته دوی کولی شي چې دغو لوبغاړو ته د اقامې اسناد ورکړي او فرانسې ته یې را وغواړي.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره افغانستان کې د ښځو پر ازادیو سخت بندیزونه لګول شوي دي. دغې ډلې د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځيو او لېسو دروازې تړلې دي او همداراز ښځې سپورټي کلبونو او تفریحي پارکونو ته له تلو منع کړې دي.
بیا ولولئ: د طالبانو مشر قاضیانو ته د حدود او قصاس د جاري کولو امر کړي