د البانيا لومړي وزير د سه شنبې په ورځ وويل چي بريتانيا يې د هيواد پر ضد «محاسبه شوي» تورونه لګوي چي ګواکي پر مانش کانال د مهاجرت د زياتېدو مسؤل دی.
د البانيا لومړي وزير اېدي راما وويل چي د بريتانيې کابينه په داسي حال کي البانيان د هر څه مسؤل بولي چي د برېکزيټ او د خپل نوي سياست له کبله د ناکاميو سره مخامخ ده.
بريتانيا ته سږ کال تر ۴۰ زرو څخه زيات مهاجر د مانش کانال له لاري په کښتيو کي رسېدلي دي. تر اوسه هيڅکله په دومره زيات شمېر مهاجر له دغې لاري بريتانيا ته نه ول داخل شوي. د بريتانيا د حکومت په حواله له ورغلو يادو ټولو مهاجرو څخه تقريبا دريمه برخه يې البانيان دي.
بريتانيا د فرانسې سره د دوشنبې به ورځ (د ۲۰۲۲ کال د نوامبر په ۱۴ نېټه) د مانش کانال له لاري د مهاجرت د مخنيوي په مقصد يو تړون لاسليک کړ. د دغه تړون له مخي به فرانسوي چارواکي د فرانسې په شمالي برخو کي د سمندر پر غاړه خپلي ګزمې زياتي کړي چي له دغه ځای څخه د بريتانيا پر لور د مهاجرت کوونکو مخه ونيسي. زيات مهاجر د کښتيو په مرسته له فرانسې څخه سفر پېلوي او د مانش کانال له لاري بريتانيا ته ځان رسوي.
بريتانوي چارواکي پر الباني مجرم پېشه ډلو تور لګوي چي د بريتانيا د پناه غوښتنې له نظام څخه ناوړه ګټه پورته کوي او آن په دې ترڅ کي عصري غلامي پر مخ بيايي.
د بريتانيا د ملي استخباراتي ادارې مشر، ګېډ کم کېن وايي چي د البانيا سره تړاو لرونکي جرمي ډلې د هشيش نشه يو توکو د خپلو ناقانونو کښتونو لپاره په کښتيو کي کارګر بريتانيا ته قاچاق کوي. هغه زياته کړه: «زيات شمېر هغه کسان چي د بنګو د ناقانونه کرهڼي په فارمونو کي نيول شوي، هغوی لږ وخت مخکي د کښتيو په مرسته بريتانيا ته راقاچاق کړل شوي ول.»
د بريتانيا د کورنيو چارو وزيري سويېلا براورمن و بريتانيې ته د مانش کانال له لاري د ورتلونکو موضوع د بريتانيې «پر سويلي ساحل پر پرتو ښارونو د يرغل» په توګه ياده کړېده. خو د بريتانوۍ وزيري يادي خبري په هيواد کي دننه او دباندي د نيوکو او غبرګونونو لامل شوې.
د البانيا لومړي وزير په خپل غبرګون کي يادي څرګندونې «لېوني داستانونه» ياد کړل. نوموړي د سه شنبې په ورځ وويل «دا چي د دغو څرګندونو وروسته بخښنه نه وغوښتل شوه، نو دا په دې معنی ده چي دا يو محاسبه شوی اقدام ؤ.» راما زياته کړه چي د ويزې په ورکړه کي د آسانتياؤ رامنځته کول به د ناقانونه سفرونو شمېر راکم کړي.
آ./ا.ا.