ژغورنې واسکټ اژه سمندر کې. انځور: پېکچر الاینز
ژغورنې واسکټ اژه سمندر کې. انځور: پېکچر الاینز

د یونان ساحلي ځواکونه وایي چې اژه سمندر کې د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې یو تن ډوب شوی دی. چارواکو د څو تنو نورو د ژغورلو خبر ورکړی دی.

د یونان ساحلي ځواکونو ویلي دي چې وروسته له هغه چې د چهارشنبې په ورځ یې کس ټاپو ته نږدې د کډوالو د یوې کښتۍ په هکله اطلاع ترلاسه کړه، دوه ژغورونکې بېړۍ یې سیمې ته واستولې.

چارواکو ویلي دي چې ۱۱ کډوال اوبو ته غورځېدلي وو چې یو تن یې بې هوښه و او کس بندر ته له رسېدو وروسته یې ساه ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې دوه اونۍ مخکې د یونان اېویا او ساموس ټاپوګانو په ساحلي اوبو کې د کډوالو د کښتیو ډوبېدو له کبله لږترلږه ۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او څو تنه نور تر اوسه لادرکه دي.

د کډوالو یوه کښتۍ چې د عیني شاهدانو په وینا ۶۸ کسان پکې سپاره ول، د نومبر په لومړۍ نېټه د تېزو بادونو له کبله د اېویا ټاپو ساحلي اوبو کې ډوبه شوه. هغه وخت چارواکو ویلي وو چې ۱۲ نارینه کډوال یې چې په ډله کې افغانانان هم دي له ډوبېدو څخه ژغورلي او اېویا ټاپو ته یې انتقال کړي دي.

له دې پېښې یوه شپه مخکې د یونان د ساموس ټاپو په اوبو کې د یوې بلې کښتۍ د ډوبېدو له کبله یو تن کډوال مړ شوی او ۷ تنه نور لادرکه شوي وو.

د یادولو ده چې د تېرې اکټوبر میاشتې په لړ کې هم لږترلږه ۳۰ کسانو اژه سمندر کې د دوو کښتیو د ډوبېدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی و. د کډوالو لېږدونکې یوه کښتۍ چې ۹۵ کسان پکې سپاره ول د اکټوبر په ۵مه یوناني اوبو کې ډوبه شوه چې په پایله کې یې ۱۲ کسان ووژل شول. همدارنګه د اکټوبر په ۶مه د لېسبوس ټاپو په ساحلي اوبو کې د کډوالود یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله د ۱۷ مېرمنو په ګډون ۱۸ کسان ډوب شول.

د یونان ساحلي چارواکو ویلي وو چې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې یې خپلو اوبو کې څه باندې ۱۵۰۰ کډوال ژغورلي دي. تېر کال شاوخوا ۶۰۰ کډوال د یوناني ځواکونو له خوا په سمندر کې ژغورل شوي وو.

 

نورې ليکنې