آرشيف انځور ـ د سربستان او هنګري تر منځ سرحدي موانع
آرشيف انځور ـ د سربستان او هنګري تر منځ سرحدي موانع

د هغه وروسته چي اروپايي اتحاديې پر سربستان د زياتو افريقايي او آسيايي هيوادونو سره د ويزه نه لرلو لپاره فشارونه وارد کړل، اوس سربستان د تونس او بروندي وګړي په ويزه مکلف کړي دي.

د بالقان پر مسير د مهاجرت شمېرې په دوامداره توګه بيا زياتي شوي دي. سربيا يا سربستان په همدې تناظر کي اوس د تونس او بروندي هيواد د وګړو لپاره د بې ويزې سفر امکان لغوه کړی دی. له دې وروسته به د تونس او بروندي وګړي مجبوره وي چي و سربستان ته د سفر لپاره د دغه هيواد ويزه ولري. دا خبر د سربستان ولسمشر اليکزاندر ووچيچ د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د نوامبر ۱۶نېټه) په بلګراد کي ورکړ.

د سربي ولسمشر له خوا د يادي فيصلې له اعلان مخکي هغه د اُتريش د صدراعظم کارل نېهامر او د هنګري د لومړيز وزير ويکتور اوربان سره د مهاجرت پر موضوع سرمشريزه کي ونډه اخيستې وه.

سربستان په خپله دغه پرېکړه سره د اروپايي اتحاديې له خوا ورباندي راوستلي فشارونو ته مثبت جواب ورکړ. اروپايي اتحاديې له سربستان څخه غوښتي ول چي د ويزې سياست يې بايد د يادي اتحاديې د اړونده سياست او تګلاري سره همږغی کړي.

د بالقان هيواد سربستان په اروپايي اتحاديه کي د غړيتوب لپاره کانديد دی. دغه هيواد په ۲۰۱۴ کال د آسيا، افريقا او کاراییب د زيات شمېر هيوادونو لپاره د ويزې د آزادۍ اعلان کړی ؤ. له دغو سيمو څخه وګړو کولای شوای چي بېله ويزې و سربستان ته سفر وکړي.

ووچيچ د چارشنبې په ورځ پر دې ټينګار وکړ چي د بالقان پر مسير پر لاره اکثريت مهاجر د افغانستان او سوريې وګړي دي.

د سربستان د اعلان له مخي به د روان ميلادي ۲۰۲۲ کال د روانې نوامبر له ۲۰ مې نېټي څخه د تونس او بروندي هيواد وګړو ته د بې وېزې سفر آسانتيا په عمل کي لغوه کړل شي. ووچيچ وويل چي د هندي اتباعو لپاره به د روان ميلادي کال تر پاي پوري د ويزې آزادي ليري کړي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې