صربیا د چهارشنبې په ورځ له هنګري او اتریش سره هوکړه وکړه چې د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره به له شمالي مقدونیې سره پر پوله امنیتي تدابیر زیات کړي. بل پلو اتریش ژمنه کړې ده چې دغې سرحدي سیمې ته به ۱۰۰ سرتېري واستوي.
د صربیا، هنګري او اتریش چارواکو پرون چهارشنبه د نومبر ۱۶مه د صربیا پلازمېنه بلګراد کې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي په اړه غونډه کې ګډون وکړ. په دې غونډه کې د صربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ او د هنګري او اتریش لومړي وزیرانو ویکتور اوربان او کارل نېهامبر د بالکان له لارې اروپایي ټولنې ته د اوښتونکو کډوالو د څپو د مخنیوي هوکړه لاسلیک کړه.
د صربیا ولسمشر السکاندر ووچیچ وویل: «موږ هوکړه کړې ده چې له شمالي مقدونیې سره پولې ته به نوي سرتېري واستوو.»
ډېری کډوال د بالکان د لوېدیځو هېوادونو لکه ترکیې، بلغاریا، شمالي مقدونیې او صربیا له لارې اروپایي ټولنې ته د ځان رسولو هڅه کوي. د اروپا د پولې ساتنې ادارې یا فرانتکس په حواله د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې څه باندې ۱۳۰ زره کډوال د بالکان له لارې اروپایي ټولنې ته ننوتلي دي.
بیا ولولئ: ولې د بالکان پر لاره د کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی؟
ناقانونه مهاجرت «باید ودرول شي»
د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان دغې غونډې ته وویل چې سږ کال تر دې دمه د هنګري امنیتي ځواکونو د ۲۵۰ زره ناقانونه کډوالو مخه نیولې ده. په وینا یې له پولې د اوښتو هڅو کې تر ډېره وسله وال قاچاق وړونکي ښکېل دي. نوموړي له صربیا سره پر پوله وضعیت «سخت» وباله. هغه زیاته کړه چې «ناقانونه کډوالۍ مدیریت نه بلکې باید ودرول شي.»
بیا ولولئ: هنګري: د روان کال له پیل راهیسې څه باندې ۲۱۵ زره غیرقانوني کډوال نیول شوي
بل پول د اتریش لومړي وزیر کارل نېهامر وویل چې اتریش به د صربیا او شمالي مقدونیې ترمنځ سرحدي سیمې ته ۱۰۰ سرتېري واستوي. هغه دا هم ویلي دي چې له شمالي مقدونیې سره پر پوله تخنیکي وسایل لکه کامرې، بې پیلوټه الوتکې او موټرونه هم وکارول شي.
د «پناه غوښتنې توریزم»
له هغه وروسته چي اروپايي ټولنې پر صربیا د زياتو افريقايي او آسيايي هيوادونو سره د ويزه نه لرلو لپاره فشارونه وارد کړل، اوس صربیا د تونس او بروندي وګړي په ويزه مکلف کړي دي.
نېهامر د بلګراد د دې اقدام ستاینه وکړه او ویې ویل چې صربیا به د روان کال تر پایه پورې د هند اتباع هم په ویزه مکلف کړي. هغه د صربیا له ولسمشر څخه مننه وکړه چې د «پناه غوښتنې توریزم» د ختمولو هڅه کوي.
په ۲۰۲۱ کې زیات شمېر سوریایانو او افغانانو د بالکان له لارې اروپایي ټولنې ته د ننوتلو هڅه کوله، خو د اروپایي کمېسیون په حواله سږ کال پر دغه لاره د ترکیې، هند، کیوبا او بروندي اتباعو په شمېر کې هم زیاتوالی راغلی دی.