د یونان پولیس وایي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ یې یو ترکی تبعه د کډوالو د قاچاق په تور نیولی دی. د پولیسو په وینا د دغو عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه بهرنیان هم موندل شوي دي.
د یونان پولیس وایي چې دغه ۳۲ کلن ترکی تبعه یې چهارشنبه سهار نیولی دی. پر نوموړي تور دی چې یوه تېزرفتاره کښتۍ یې د کس ټاپو اسکندري ساحل ته رسولې ده چې څلور «غیرقانوني» کډوال پکې سپاره ول.
زیاته شوې ده چې دغه کښتۍ چې څراغونه یې نه درلودل د یونان د ساحلي ځواکونو سېګنال ته ځواب ور نه کړ او د تېښتې هڅه یې وکړه.
یوناني ځواکونو د کښتۍ پر ماشین ډزه وکړه چې په پایله کې یې کښتۍ ودرول شوه.
چارواکو د دغو عملیاتو پر مهال د دوو کم سن لرونکو کسانو په ګډون څلور تنه بهرنیان هم نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د یونان ساحلي ځواکونو پرون پنجشنبه وویل په اژه سمندر کې د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې یو تن ډوب شوی دی.
ساحلي ځواکونو ویلي وروسته له هغه چې د چهارشنبې په ورځ یې کس ټاپو ته نږدې د کډوالو د یوې کښتۍ په هکله خبر ترلاسه کړ، دوه ژغورونکې بېړۍ یې سیمې ته واستولې. زیاته شوې چې ۱۱ کډوال اوبو ته غورځېدلي وو چې یو تن یې بې هوښه و او کس بندر ته له رسېدو وروسته یې ساه ورکړه.
له تېرو څو وختونو راهیسې د هغو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی دی چې د ترکیې له سواحلو څخه د اژې سمندر له لارې یونان ته د تګ هڅه کوي. خو ډېری وختونه د سمندر له لارې ناقانونه سفرونه له ګواښونو ډک وي.