وان ښار کې سرحدي دېوال. انځور: پېکچر الاینز
وان ښار کې سرحدي دېوال. انځور: پېکچر الاینز

د بشري حقونو د څار سازمان د جمعې په ورځ په یو تازه راپور کې وویل چې د ۲۰۲۱ له اګست میاشتې راهیسې ترکیه په منظمه توګه افغان کډوال د ایران پر لوړ شړي او یا یې په زوره افغانستان ته استوي. په راپور کې راغلي دي چې ترکیه کې افغان کډوالو ته چانس نه ورکول کېږي چې د نړیوالې ساتنې غوښتنه وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان په یو ۷۳ پاڼیز راپور کې وایي چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې ترکیې له خپلو سرحداتو څخه د افغان کډوالو د شا تمبونې او افغانستان ته یې د اخراج لړۍ چټکه کړې ده.

په راپور کې زیاته شوې ده چې په ترکیه کې افغان کډوال اجازه نه لري چې د نړیوالې ساتنې غوښتنه وکړي. همدارنګه ډېری وختونه اخراجېدونکو افغانانو ته د پناه غوښتنې چانس هم نه ورکول کېږي.

د راپور له مخې: «د ترکیې د کډوالو ادارې د اکټوبر میاشتې په ۲۰مه وویل چې په ۲۰۲۲ کې ترکیې د ۲۳۸۴۴۸ غیرقانوني کډوالو د ننوتو مخه نیولې ده چې ډېری یې افغانان دي. [دغه راز] د ۲۰۲۲ په لومړیو اتو میاشتو کې ۴۴۷۶۸ افغانان د هوا له لارې افغانستان ته استول شوي دي چې دغه شمېرې د ۲۰۲۱ د همدې مودې پرتله ۱۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.»

د بشري حقونو د څار سازمان د کډوالو او پناه غوښتونکو څانګې مسول بېل فرېلیک ویلي دي چې ترکیه دې د افغانانو په شا تمبونه ودروي او ټولو اخراجېدونکو افغانانو ته دې د پناه غوښتنې د وړاندې کولو چانس ورکړي.

بیا ولولئ: له ترکیې څخه د افغان کډوالو اخراج: «د پولیسو له وېرې له فابریکې څخه نه شم وتلی»

پر پوله تاوتریخوالی، نیونه...

د بشري حقونو د څار سازمان د خپل راپور د چمتو کولو لپاره له ۶۸ افغان کډوالو سره مرکې کړې دي. له دغې ډلې ۳۸ تنو یې د ۲۰۲۱ د جنورۍ د ۲۰۲۲ تر اپریل میاشتې پورې پر پوله د په شا تمبونې ۱۱۴ پېښو راپور ورکړی دی.

هغه نارینه کډوالو چې له ښځو پرته یې سفر کاوه یاد سازمان ته ویلي دي چې د چارواکو له خوا وهل ټکول شوي دي. ځینو نورو بیا ویلي دي چې د ترکي ځواکونو له خوا د کډوالو د وهل کېدو پېښې یې په خپلو سترګو لیدلې دي. د ځینو نورو کسانو له قوله ویل شوي دي چې د ترکیې سرتېرو ډزې پرې کړې دي.

په راپور کې راغلي دي چې چارواکو هغو نارینه وو ته چې کورنۍ ورسره نه وې ویلي دي چې د کډوالۍ اداره تړلې ده او یا دا چې دوی د نارینه وو غوښتنې نه ثبتوي. که څه هم ځینې وختونه دغو نارینه وو ته د ملاقات وخت ورکول کېده، خو د مصاحبې په ورځ‌ کې بیا هغوی ته اجازه نه ورکول کېدله چې خپلې پناه غوښتنې ثبت کړي.

په راپور کې د ترکیې امنیتي ځواکونو له خوا د بې سنده افغانانو د نیولو او همداراز د بیا ستنېدنې سندونو جبري لاسلیکولو ته هم اشاره شوې ده.

بیا ولولئ: ترکیې د افغانانو په ګډون تر ۳۰۰۰ ډېر کډوال ایستلي دي

«هېڅوک اجازه نه لري چې په ناقانونه طریقه ترکیې ته داخل شي»

په ورته مهال د ترکیې د کډوالو ادارې مشر داکټر ساواش اونلو د بشري حقونو څار سازمان مشر ته په یو لیک کې دغه راپور یو «اړخیز» او ناسم بللی او ویلي یې دي چې ترکیه له ناقانونه کډوالۍ سره د مبارزې په موخه پر خپلو سرحداتو امنیتي تدابیر نیولي دي. په وینا یې «هېڅوک اجازه نه لري چې په ناقانونه طریقه ترکیې ته داخل شي». هغه زیاته کړې ده چې ترکیه غواړي «د تخنیکي او فزیکي وسایلو په کار اخیستو سره خپلې خاورې ته د غیرقانوني کډوالو د ننوتو مخه ونیسي».

په دغه لیک کې راغلي دي چې هغه غیرقانوني کډوال چې د ترکیې دننه نیول کېږي چارواکي دوی «په شا نه تمبوي بلکې د اخراج مرکزونو ته استول کېږي». 

نوموړي د افغانانو د جبري اخراج په اړه ویلي دي چې افغانانو ته د سفر د اسنادو د ورکولو دنده ترکیه کې «د افغانستان ډیپلوماتیک ماموریت» پر غاړه ده او دغه استازي یوازې «هغو کسانو ته د اقامې اسناد ورکوي چې غواړي په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي».

بیا ولولئ: هغه پخوانی محلي‌ پولیس چې غوښتل یې ترکیې ته واوړي: «ترکي ځواکونو دوه ځله وشړلم»

ساواش اونلو ویلي چې هغه بهرنیان چې خپلو هېوادونو کې له ګواښ سره مخ دي له ترکیې څخه نه شړل کېږي. 

هغه دا هم ویلي دي چې په ۲۰۱۹ کې ۶۲،۱۱، په ۲۰۲۰ کې ۷۲،۱۴ او په ۲۰۲۱ کې ۷۴،۵۲ سلنه افغانانو د نړیوالې ساتنې غوښتنه کړې ده. په وینا یې دمګړۍ ترکیه کې ۳۲۰ زره کسان تر نړیوالې ساتنې لاندې دي چې ۱۴۵ زره یې افغانان دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېر یو کال کې ګڼو افغان کډوالو له کډوال نیوز سره په خبرو کې ویلي دي چې د ترکیې پر پوله له تاوتریخوالي سره مخ شوي او ترکیې ته له رسېدو وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي او په زوره افغانستان ته استول شوي دي.

 

نورې ليکنې