اژه سمندر. انځور: پېکچر الاینز
اژه سمندر. انځور: پېکچر الاینز

یوناني چارواکي وایي چې تېره اونۍ یې د یونان په کس ټاپو کې د کډوالو د کښتۍ د ډوبېدو پېښې په تړاو دوه ترکان نیولي دي. دغه پېښه کې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د کس ټاپو بندري چارواکو ویلي دي چې دغه ۲۹ کلن ترکان د تېرې پنجشنبې په ورځ د کډوالو د ژوند خطر کې اچولو او د هغوی د کښتۍ ډوبولو په تور نیول شوي دي.

دا پېښه د چهارشنبې په ورځ (د نومبر ۱۶مه) د کس ټاپو په ساحلي اوبو کې رامنځته شوه چې له امله یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړ. 

په دغه کښتۍ کې ۱۱ کسان سپاره ول چې له ۲۷ څخه تر ۳۰ کاله عمرونه یې درلودل. د یونان دولتي ټلویزون په حواله ژغورل شویو لسو کډوالو کې پنځه فلسطینیان، درې یمنیان او دوه ترکان شامل دي.

بیا ولولئ: یونان: د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې یو تن مړ شوی

دا په داسې حال کې ده چې د یونان امنیتي ځواکونو تېره اونۍ وویل چې د چهارشنبې په ورځ یې یو ۳۴ کلن ترکی تبعه د کډوالو د قاچاق په تور نیولی دی. چارواکو پر نوموړي تور پورې کړی چې یوه تېزرفتاره کښتۍ یې د کس ټاپو اسکندري ساحل ته رسولې ده چې څلور «غیرقانوني» کډوال پکې سپاره ول.

دغه کښتۍ چې څراغ یې نه درلود د یونان د ساحلي ځواکونو سېګنال ته ځواب ور نه کړ او د تېښتې هڅه یې وکړه. یوناني ځواکونو د کښتۍ پر ماشین ډزه وکړه چې په پایله کې یې کښتۍ ودرول شوه.

د ۹۴ کډوالو ژغورنه

د یو بل خبر له مخې د یونان ساحلي ځواکونو د تېرې شنبې په ورځ د پېلوپونز ټاپو په ساحلي اوبو کې د یوې وړوکې تفریحي کښتۍ د ژغورنې خبر ورکړی دی چې ۹۴ کډوال پکې سپاره ول.

چارواکو ویلي دي چې د دغو مهاجرو د ژغورلو لپاره یې درې بېړۍ سمندر ته استولې او کډوال یې د کالاماتا ښار بندر ته انتقال کړي دي.

له تېرو څو وختونو راهیسې د هغو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی دی چې د اژې سمندر له لارې یونان ته د تګ هڅه کوي. خو ډېری وختونه د سمندر له لارې ناقانونه سفرونه له ګواښونو ډک وي.

بیا ولولئ: د یونان په اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه: ۳ نور مړي موندل شوي

درې اونۍ مخکې د یونان اېویا او ساموس ټاپوګانو په ساحلي اوبو کې د کډوالو د کښتیو ډوبېدو له کبله لږترلږه ۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او څو تنه نور تر اوسه لادرکه دي.

د کډوالو یوه کښتۍ چې د عیني شاهدانو په وینا ۶۸ کسان پکې سپاره ول، د نومبر په لومړۍ نېټه د تېزو بادونو له کبله د اېویا ټاپو ساحلي اوبو کې ډوبه شوه. هغه وخت چارواکو ویلي وو چې ۱۲ نارینه کډوال یې چې په ډله کې افغانانان هم دي له ډوبېدو څخه ژغورلي او اېویا ټاپو ته یې انتقال کړي دي. له دې پېښې یوه شپه مخکې د یونان د ساموس ټاپو په اوبو کې د یوې بلې کښتۍ د ډوبېدو له کبله یو تن کډوال مړ شوی او ۷ تنه نور لادرکه شوي وو.

 

نورې ليکنې