د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کډوالو مرکز مانستون کې یو تن د «ناروغۍ» له امله مړ شوی دی. تر دې دمخه د بشري حقونو مدافع بنسټونو دغه مرکز کې د کډوالو د ژوندانه شرایطو له کبله پر حکومت نیوکې کړې وې.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت وایي یو کډوال چې د برېتانیا د کنت ښار په مانستون مرکز کې اوسېده د شنبې په ورځ د «ناروغۍ» له کبله په روغتون کې مړ شوی دی. ویل کېږي چې نوموړی د نومبر په ۱۲مه په یوه وړوکې کښتۍ کې برېتانیا ته رسېدلی و. چارواکو ویلي دي هڅه کوي چې د دغه سړي له خپلوانو سره اړیکه ونیسي.
د کورنیو چارو وزارت د نوموړي پر مړینې خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې د کډوالو خوندیتوب ته جدي پاملرنه کوي. زیاته شوې ده چې تر اوسه پورې داسې کومه نښه نښانه نشته چې ګواکې دا پېښه د ساري ناروغیو له کبله رامنځته شوې ده.
په ورته مهال برېتانیا کې د کډوالو شورا اجرایي مشر انور سولومون د پېښې په هکله د «چټکو او ژورو پلټنو» غوښتونکی شوی دی. هغه ویلي دي چې د مانستون د ټولو اوسېدونکو ژوند ته باید ملرنه وشي. په وینا یې د ورته پېښو رامنځته کېدل د اندېښنې وړ دي.
مانستون مرکز د برېتانیا په کنت ښار کې موقعیت لري. د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته رسېدلي کډوال نورو استوګنځیو ته له استول کېدو مخکې په دغه مرکز کې ساتل کېږي چې په یو وخت کې د ۱۶۰۰ کسانو د ځایولو ظرفیت لري. تر دې دمخه مانستون مرکز کې د ساري ناروغیو د خپرېدو په هکله راپورونه خپاره شوي وو.
بیا ولولئ: برتانیا کې د کډوالو لپاره نوی مرکز پرانیستل شوی دی
له کډوالو ډک مرکز
تېره میاشت څه باندې ۴ زره کډوال په مانستون کې اوسېدل چې په دله کې یې ماشومان هم وو. وروسته له هغه چې د اکټوبر په ۳۰مه یوه سړي د برېتانیا د دوور په سوېلي بندر کې د کډوالو په یو مرکز کې اچوونکي وسایل وغورځول، د یاد مرکز ۷۰۰ اوسېدونکي مانستون ته واستول شول.
د خپلواکو څېړونکو یوې ډلې له مانستون څخه تر لیدنې وروسته ویلي دي چې هلته یې داسې کورنۍ لیدلې دي چې د زندانیانو په شان یې پر ځمکه خوب کاوه.
په تېرو څو کلونو کې د هغو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی چې په وړوکو کښتیو کې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د ورتګ هڅه کوي. د برېتانوي چارواکو د رسمي شمېرو له مخې سږ کال تر دې دمه تر ۴۰ زره ډېر کډوال توانېدلي چې د سمندر له لارې برېتانیا ته واوړي. په ۲۰۲۱ کې ۲۸ زره خو په ۲۰۲۰ کې بیا ۸۵۰۰ تنه کډوال د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته اوښتي وو.
د یادولو ده چې لندن او پاریس د نومبر په ۱۴مه د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د کډوالو اوښتو د مخنیوي تړون لاسلیک کړ. د دواړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې راغلي چې لندن ژمن دی چې په ۲۰۲۲-۲۰۲۳ کې به د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره فرانسې ته ۷۲،۲ میلیونه یورو ورکړي. همدارنګه پاریس به په خپلو سواحلو کې د امنیتي ځواکونو شمېر ۴۰ سلنه زیات کړي.