د کډوالو کښتۍ یوناني اوبو کې. ارشیف انځور: پېکچر الاینز
د کډوالو کښتۍ یوناني اوبو کې. ارشیف انځور: پېکچر الاینز

د یونان سمندري ځواکونو د دغه هېواد د کرېت ټاپو ساحلي اوبو کې د سلګونو کډوالو د ژغورلو عملیاتو د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی. یوناني چارواکو نن سهار ویلي وو چې د هغې کښتۍ د ژغورلو عملیات یې پیل کړي دي چې څه باندې ۵۰۰ کډوال پکې سپاره دي.

د یونان د سمندري ځواکونو یوې ویاندې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې د کډوالو لېږدوونکې کښتۍ د یوې کب نیوونکې بېړۍ په مرسته د یونان پالیوچورا بندر ته رسېدلې ده. د دولتي ټلویزون اېرت په حواله په دغه کښتۍ کې ۴۳۰ کډوال سپاره دي.

تر دې دمخه د یونان د ساحلي ځواکونو ویاندې ویلي وو چې کښتۍ کې د سپرو کسانو شمېر ۴۰۰ تر ۵۰۰ تنو ته رسېږي.

د ژغورل شویو کسانو هویت لا نه دی څرګند.

د یونان سمندري ځواکونو ویاندې دا هم ویلي وو چې د کډوالو د کښتۍ د ژغورلو لپاره د کرېت ټاپو ساحلي اوبو کې دوه کارګو، یوه پټرول وړونکې او دوه کب نیوونکې کښتۍ حاضرې دي.

زیاته شوې وه چې د هوا د خرابو حالاتو او تېزو بادونو د کډوالو د ژغورلو عملیات له ستونزو سره مخ کړي دي.

اژه سمندر کې د امنیتي تدابیرو په زیاتېدو سره ډېری کډوال د کریت ټاپو لارې اروپایي ټولنې د اوښتو هڅه کوي. د یونان د کډوالو وزیر نوتیس میتاراچي تېره اونۍ اسکای نیوز سره خبرو کې ویلي وو چې «نن سبا ۸۰ سلنه کډوال له ترکیې څخه د سمندر له لارې سیده ایټالیا ته ځي».

کرېت ټاپو. انځور: ګوګل مپز
کرېت ټاپو. انځور: ګوګل مپز

ډېری وختونه په وړو کښتیو کې د اژې سمندر له لارې سفر کول له خطرونو ډک وي او د غمجنو پېښو سبب ګرځېدلي شي. 

تېره اکټوبر میاشت د لېسبوس او کتیرا ټاپوګانو په ساحلي اوبو کې د کډوالو د دوو کښتیو د ډوبېدو له کبله لږترلږه ۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د کډوالو لېږدونکې یوه کښتۍ چې ۹۵ کسان پکې سپاره ول د اکټوبر په ۵مه یوناني اوبو کې ډوبه شوه چې په پایله کې یې ۱۲ کسان ووژل شول. همدارنګه د اکټوبر په ۶مه د لېسبوس ټاپو په ساحلي اوبو کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله د ۱۷ مېرمنو په ګډون ۱۸ کسان ډوب شول.

په یوه بله پېښه کې بیا، د نومبر د میاشتې په پیل کې د ساموس او اېویا ټاپوګانو ساحلي اوبو کې د کډوالو د کښتیو ډوبېدو له کبله څه باندې ۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او څو تنه نور تر اوسه لادرکه دي.

د کډوالو یوه کښتۍ چې ویل کېږي ۶۸ کسان پکې سپاره ول د نومبر په لومړۍ نېټه د تېزو بادونو له کبله د اېویا ټاپو ساحلي اوبو کې ډوبه شوه. هغه وخت چارواکو ویلي وو چې ۱۲ نارینه کډوال یې له ډوبېدو څخه ژغورلي دي. له دې پېښې یوه شپه مخکې د یونان د ساموس ټاپو په اوبو کې د یوې بلې کښتۍ د ډوبېدو له کبله یو تن کډوال مړ شوی او ۷ تنه نور لادرکه شوي وو.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې د روان کال له پیل راهیسې ختیځه مدیترانه کې ۲۹۹ کډوال ډوب او یا لادرکه شوي دي، په ۲۰۲۱ کې بیا ۱۱۱ مهاجر یاد سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و. یاده اداره زیاتوي چې د ۲۰۲۲ په لومړیو ۹ میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله له ترکیې څخه یونان ته د اوښتونکو کډوالو په شمېر کې ۸۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د یوناني چارواکو په حواله، د یونان ساحلي ځواکونو سږ کال څه باندې ۱۵۰۰ کډوال خپلو ساحلي اوبو کې ژغورلي دي چې دغه شمېرې تېر کال په پرتله نږدې درې چنده زیاتوالی ښيي.

 

نورې ليکنې