کډوال ماشومان د برېتانیا مانستون مرکز کې. انځور: پېکچر الاینز
کډوال ماشومان د برېتانیا مانستون مرکز کې. انځور: پېکچر الاینز

د برېتانیا حکومت پرون سه شنبه وویل چې د دغه هېواد په سوېل ختیځه سیمه کې یې د مانستون د کډوالو مرکز خالي کړی دی. د بشري حقونو مدافع سازمانونو تېره میاشت دغه مرکز کې د مهاجرو د ژوندانه پر وضعیت نیوکې کړې وې.

د برېتانیا حکومت پرون سه شنبه (د نومبر ۲۲) په یوه خبرپاڼه کې وویل: «دمګړۍ څوک دغه ځای کې نه اوسېږي او په خوندي توګه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره عملي کارونه روان دي...»

مانستون په کېنت ښار کې موقعیت لري او هغو کډوالو ته ځانګړی شوی دی چې د انګلیس کانال له لارې په وړو کښتیو کې ځانونه برېتانیا ته رسوي. په روان کال کې برېتانیا ته د اوښتونکو کډوالو د شمېر زیاتېدو سره مانستون له مهاجرو ډک شوی و.

دغه مرکز په یو وخت کې د ۱۶۰۰ کسانو د ځایولو ظرفیت لري، خو څو اونۍ مخکې یې د اوسېدونکو شمېر څه باندې ۴۰۰۰ تنو ته لوړ شوی و. هغه وخت د بشري حقونو مدافع بنسټونو مانستون کې د کډوالو د ژوندانه وضعیت نیوکې کړې وې او ویلي یې وو چې ډېری کډوال د اوږدې مودې لپاره په دغه ځای کې ساتل کېږي.

تېره میاشت پر خواله رسنیو د یو تنکي ځوان عکس خپور شو چې هڅه یې درلوده هغه لیک خبریالانو ته ورکړي چې مانستون کې د کډوالو د ژوند سخت حالت پکې انځور شوی و.

همدارنګه یو کډوال چې په مانستون مرکز کې اوسېده د تېرې شنبې په ورځ د «ناروغۍ» له کبله روغتون کې مړ شو. ویل کېږي چې نوموړی د نومبر په ۱۲مه په یوه وړوکې کښتۍ کې برېتانیا ته رسېدلی و.

«لنډمهال توقیف ځای»

د برېتانوي رسنیو د راپورونو له مخې، څه موده وړاندې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیرې سوېلا برېورمن هڅه کړې وه چې د دغه وزارت د لوړپوړو چارواکو د خبرداریو سربېره په هوټلونو کې د کډوالو د سرپناه ورکولو مخه ونیسي.

خو لږ وروسته بیا حکومت اعلان وکړ چې په پام کې لري چې ډېر ژر به کډوالو ته په هوټلونو کې سرپناه برابره کړي.

د برېتانیا لومړي وزیر یو ویاند پرون سه شنبه وویل: «مانستون یو لنډمهال توقیف ځای دی چې د ځینو ستونزو له امله په ځانګړې توګه پر یو بل مرکز باندې له برید وروسته د کډوالو شمېر پکې زیات شوی و.»

وروسته له هغه چې د اکټوبر په ۳۰مه یوه سړي د برېتانیا د دوور په سوېلي بندر کې د کډوالو په یو مرکز کې اچوونکي وسایل وغورځول، د یاد مرکز ۷۰۰ اوسېدونکي مانستون ته واستول شول

په تېرو څو کلونو کې د هغو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی چې په وړوکو کښتیو کې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د ورتګ هڅه کوي. د برېتانوي چارواکو د رسمي شمېرو له مخې سږ کال تر دې دمه تر ۴۰ زره ډېر کډوال توانېدلي چې د سمندر له لارې برېتانیا ته واوړي. په ۲۰۲۱ کې ۲۸ زره خو په ۲۰۲۰ کې بیا ۸۵۰۰ تنه کډوال د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته اوښتي وو.

د یادولو ده چې لندن او پاریس د نومبر په ۱۴مه د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د کډوالو اوښتو د مخنیوي تړون لاسلیک کړ. د دواړو هېوادونو د ګډې اعلامیې له مخې، لندن ژمن دی چې په ۲۰۲۲-۲۰۲۳ کې به د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره فرانسې ته ۷۲،۲ میلیونه یورو ورکړي. پاریس بیا ژمنه کړې ده چې په خپلو سواحلو کې به د امنیتي ځواکونو شمېر ۴۰ سلنه زیات کړي.

 

نورې ليکنې