د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت وایي چې یوه بلغاریايي موټر چلوونکي د سه شنبې په ورځ د تالاشۍ په پوسته کې د خپل موټر له درولو ډډه وکړه چې له امله یې یو سرتېری او څلور کډوال ټپیان شول. په دغه میني بس موټر کې ۱۲ سوریایي کډوال سپاره ول.
ویل شوي چې دغه موټر چلوونکي د بلغاریا پلازمېنې صوفیا په ۴۰ کیلومترۍ کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې د خپل موتر له درولو ډډه وکړه او لږ وروسته یې د امنیتي ځواکونو له یوه موټر سره یې ټکر وکړ.
د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت د دې خبر په تاییدولو سره د ورته پېښو د زیاتېدو په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده.
د صوفیا د سنت ان روغتون ویلي دي چې دغه پېښه کې یو ۵۱ کلن بلغاریایی سرتېری او یو ۲۰ کلن کډوال ټپیان شوي دي. مسولینو د دواړو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک دی. درې تنه نور چې سطحي ټپونه لري روغتون کې بستري شوي دي. پېښه کې موټر چلوونکی هم ټپي شوی دی. د چارواکو په وینا نوموړي د جواز پرته موټر چلاوه.
ورته پېښې پر «وبا» بدل شوې
په داسې حال کې چې له تېرو درېو میاشتو راهیسې د بالکان په دغه هېواد کې د ورته پېښو شمېر زیات شوی، د بلغاریا کورنیو چارو وزارت عمومي مسول پیتار تودوروف خپله استعفا اعلان کړې ده. هغه پر دولت نیوکه کړې ده چې د قاچاق پر وړاندې یې اقدام نه دی کړی.
بل پلو د د بلغاریا یو قاضي ماریان مارینوف چې د دغې پېښې په هکله پلټنه کوي ویلي دي چې «نن سبا ورته جرایم پر وبا بدل شوي دي».
د یادولو ده چې تېره اګست میاشت دوه بلغاریایي سرتېري هغه مهال ووژل شول چې غوښتل یې یو بس ودروي چې کډوال یې انتقالول. دا پېښه وروسته له هغه رامنځ ته شوه چې یوه بس چلوونکي د بورګس ښار د پولیسو په دوو پستو کې د خپل موټر له درولو ډډه وکړه. موټر چلوونکی ورپسې د تراپزیتسا په څلور لاره کې بایسکېلو ته ځانګړي شوي مسیر ته داخل شو چې له امله یې د پولیسو یو موټر، د بس تمځي او له یو ښاري تشناب سره ټکر وکړ.
له دغې پېښې وروسته د کورنیو چارو وزارت پر سرحداتو سخت تدابیر نیولي وو او سرتېري او بې پیلوټه الوتکې یې ور لېږلې وې.
دغه راز د پولیسو او ګمرکاتو کارکوونکو په لیکو کې د فساد پر وړاندې کمپاین پیل شوی و. همدارنګه پیتار دوموروف د قاچاق وړونکو پر وړاندې د سختو قوانینو د تصویبېدو غوښتونکی شوی و.
بیا ولولئ: پلازمېنه صوفیا کې ۳۵ بې سنده کډوال نیول شوي
د کډوالو نیونه
په یوه بله پېښه کې د بلغاریا یو پوله ساتونکی د نومبر په لومړیو ورځو له ترکیې سره پر پوله د ګزمې پر مهال د انساني قاچاق وړونکو په ډزو ووژل شو. پېتار بچاروف هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د خپل یو همکار سره یو ځای ګولیام دېروېنت کلي ته نږدې سرحدي دېوال کې یوه سوړه وموندله.
ویل شوي وو چې پر دواړو ګزمه کوونکو د ترکیې له خاورې څخه لس تر پنځه لس ځله ډزې شوې دي. دغه پېښه کې د پېتار بچاروف همکار ته زیان نه و رسېدلی.
بیا ولولئ: ولې د بالکان پر لاره د کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی؟
د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت په حواله د روان کال له پیل راهیسې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو ۱۴۴۲۷ تنه غیرقانوني کډوال نیولي دي. په ۲۰۲۱ کې بیا بلغاریا کې څه باندې ۸۲۵۰ کډوال نیول شوي وو.