آرشيف انځور ـ په يونان کي د کارا تېپه مهاجر کمپ /انځور: اي پي اې، وېنګليس پاپانتونيس
آرشيف انځور ـ په يونان کي د کارا تېپه مهاجر کمپ /انځور: اي پي اې، وېنګليس پاپانتونيس

د آلمان يوې محکمې فيصله کړېده چي له دې وروسته به هغه سوريايان هم له آلمان څخه يونان ته نه اخراجيږي، چي په يونان کي يې پناه غوښتنه منل شوې وي.

د آلمان د زارلند ايالت عالي ادري محکمې و يونان ته د سوريايي مهاجرو د اخراج ممانعت وکړ. يادي محکمې د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د نوامبر ۲۳نېټه) په دې تړاو خپله فيصله واوروله.

په فيصله کي راغلي دي چي هغه سوريايي پناه غوښتونکي چي په يونان کي يې نړيوال محافت ترلاسه کړی وي، مخکي له دې چي هغوی آلمان ته راشي، نبايد چي بېرته يونان ته اخراج شي. د فيصلې په استدلال کي راغلي دي چي اجازه نشته چي ياد مهاجر «په اوسني حالاتو کي» اخراج کړل شي.

په فيصله کي راغلي دي چي که دغه مهاجر يونان ته اخراج کړل شي نو «لوی امکان شته چي ښايي هغوی هلته خپل بنيادي اړتياوي پوره نه کړلای شي.»

زياته شوې چي دغه مهاجر ښايي په راتلونکي نژدې وخت کي ونه کولای شي چي پخپله د کار او روزګار له لاري ځان ته رزق وګټي. د محکمې په آند د دې ګواښ موجود دی چي دغه مهاجر ښايي هلته بې سرپناه شي او د لويو مادي ستونزو سره مخامخ شي.

د محکمې د فيصلې له مخي دغه ممانعت له انفرادي وضعيت څخه هم مستثنی دی. په دې توګه سره نو يو شمېر هغو سوريايانو دغه حقوقي دعوا وګټله چي و يونان ته له خپل اخراج پر ضد يې محکمې ته عريضه کړې وه. له دې مخکي دغه مهاجر د زارلند ايالت په اداري محکمه کي د خپلې دعوې سره ناکامه شوي ول، خو عالي اداري محکمې ورته حق ورکړ.


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې