د صربیا او هنګري ترمنځ پوله، نومبر ۲۰۲۰. انځور: اي پي اې، تیور روستا
د صربیا او هنګري ترمنځ پوله، نومبر ۲۰۲۰. انځور: اي پي اې، تیور روستا

د صربیا امنیتي ځواکونه وایي چې د جمعې په ورځ یې له هنګري سره پر پوله ۶۰۰ غیرقانوني کډوال نیولي دي. دغه کډوال وروسته له هغه ونیول شول چې د صربیا په هورګوس ښار کې د تېرې پنجشنبې په ورځ د کډوالو ترمنځ نښته کې یو تن په ډزو ووژل شو.

د صربیا پولیسو د جمعې په ورځ وویل چې له هنګري سره پر پوله د کډوالو ترمنځ نښته کې یو تن وژل شوی او یو شمېر نور نیول شوي دي.

زیاته شوې ده چې وروسته له هغه چې د هوګروس ښار اوسېدونکو د تېرې پنجشنبې په ورځ امنیتي ځواکونو ته د کډوالو ترمنځ د نښتې په هکله اطلاع ورکړه، د صربیا پولیسو د یو لړ عملیاتو په پایله کې یو ۲۰ کلن کدوال وموند چې پر سینه یې ډزې شوې وې.

د پوله ساتو ځواکونو مشر مایل جاندرېک ویلي دي چې دغو عملیاتو کې څه باندې ۶۰۰ غیرقانوني کډوال هم نیول شوي دي. د نوموړي په وینا، هغه کسان چې نښتو کې یې لاس درلود پېژندل شوي او وسلې هم ورڅخه ترلاسه شوې دي.

بیا ولولئ: صربیا - بلغاریا: د قاچاقبرو یوه ۱۰ کسیزه ډله نیول شوې ده

د صربیا د رسنیو د راپورونو له مخې، له دې پېښې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د نارینه وو لویې ډلې چې اټوماتیکې وسلې یې درلودې د پنجشنبې په ماښام د هنګري د پولې پر لور روانې وې.

د دغو کډوالو تر نیول کېدو مخکې د صربیا پولیسو ویلي وو چې هڅه کوي چې د بې پیلوټه الوتکو په کارولو سره هغه کسان ونیسي چې نښتو کې یې لاس درلود.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په تېرو څو میاشتو کې د بالکان پر لار د کډوالو په شمېر کې ډېروالی راغلی دی. نن سبا زیات شمېر کډوال چې افغانان او سوریایان یې تر ټولو لویه برخه جوړوي، اروپایي ټولنې ته د رسېدو په موخه له بلغاریا او شمالي مقدونیې څخه صربیا ته اوړي. د راپورونو له مخې دمګړۍ د صربیا او هنګري ترمنځ پر پوله سلګونه کډوال بند پاتې دي.

د اروپا د پولې ساتنې ادارې فرانتکس تېره سپتمبر میاشت ويلي وو چې ګڼ شمېر کډوال لا هم د ترکیې، بلغاریا، شمالي مقدونیې او صربیا له لارې اروپایي ټولنې ته د اوښتو هڅه کوي. د دغې ادارې په حواله د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې څه باندې ۱۳۰ زره کډوال د بالکان لوېدیځو هېوادونو له لارې اروپایي ټولنې ته ننوتلي دي.

بیا ولولئ: صربیا له هنګري او اتریش سره هوکړه کړې چې خپلو سوېلي سرحداتو ته به نوي سرتېري واستوي

د یادولو ده چې تېره اونۍ صربیا له هنګري او اتریش سره هوکړه وکړه چې په خپلو سرحدونو کې ګډې ګزمې پیل کړي او د ځینو هېوادونو اتباعو ته د ویزې د ورکولو پالیسۍ کې بدلون رامنځته کړي. 

 

نورې ليکنې