ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ. انځور: پېکچر الاینز
ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ. انځور: پېکچر الاینز

د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو د جمعې په ورځ د مدیترانې له لارې اروپایي ټولنې ته د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره نوې تګلاره تصویب کړه. د دغې تګلارې له مخې به د حکومتونو او ژغورونکو کښتیو ترمنځ همکاري ګړندۍ او پراخه شي.

وروسته له هغه چې د اوشېن وایکنګ د ژغورونکې کښتۍ موضوع د ایټالیا او فرانسې ترمنځ لانجمنه شوه، پاریس د نومبر په ۱۱مه له اروپایي ټولنې څخه د ورته سناریوګانو د نه تکرارېدو په موخه د یوې ځانګړې غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه. په دې غونډه کې چې د تېرې جمعې په ورځ (د نومبر ۲۵مه) جوړه شوه، د اروپا د کورنیو چارو وزیرانو مرکزي مدیترانه کې د غیرقانوني کډوالۍ سره د مبارزې په موخه عملي پلان تصویب کړ.

دغه تګلاره کې چې د تېرې دوشنبې په ورځ د اروپایي کمېسیون له خوا وړاندې شوې وه د تونس، لیبیا او مصر له هېوادونو سره پر همکارۍ ټینګار شوی ترڅو د مدیترانې له لارې اروپا ته د کډوالو د څپو مخه ونیول شي. زیاته شوې ده چې د حکومتونو او ژغورونکو کښتیو ترمنځ همکاري باید ګړندۍ او پراخه شي.

په ورته مهال د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن ویلي دي هغه هېوادونه چې د مدیترانې په سوېل کې موقعیت لري باید د ژغورونکو کښتیو پر مخ «خپل بندرونه پرانیزي».

بیا ولولئ: د مدیترانې په اوږدو کې د غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي پلان

د مهاجرت په پالیسۍ کې اصلاحات

بل پلو د اروپایي کمېسیون مرستیال مارګریتاس شیناس دغه غونډه «مثبته» بللې خو ویلي یې دي چې دا «وروستۍ حل لاره» نه ده. نوموړي د اروپایي ټولنې له غړو هېوادونو څخه غوښتي دي چې د کډوالۍ او پناه غوښتنې په پالیسۍ کې د اصلاحاتو بحث بیا پیل کړي.

د اروپایي ټولنې په نوي پلان کې د هغه تړون پر عملي کېدو هم ټینګار شوی چې تېره جون میاشت توافق پرې شوی و. هغه وخت د اروپایي ټولنې ځینو هېوادونو ویلي وو چې د مدیترانې پر هېوادونو د فشار د کمولو لپاره به په یو کال کې نږدې ۸۰۰۰ مهاجر ومني. فرانسې او جرمني د ۷۰۰۰ کډوالو منلو ته چمتووالی ښوولی و. خو د اوشېن وایکنګ کښتۍ پر سر د فرانسې او ایټالیا ترمنځ تر ناندرۍ وروسته پاریس دغه پروسه وځنډوله. 

بیا ولولئ: ولې د بالکان پر لاره د کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی؟

دا طرحه په داسې حال کې تصویبېږي چې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې اروپایي ټولنې ته د اوښتونکو کډوالو په شمېر کې ۷۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی. ډېری دغه کډوال د بالکان هېوادونو له لارې (۱۶۸ سلنه) ځانونه اروپایي ټولنې ته رسوي. اروپایي کمېسیون په پام کې لري چې پر بالکان لار د ناقانونه مهاجرت سره د مبارزې لپاره نوې تګلاره معرفي کړي.

دوه میاشتې مخکې د اروپا د پولې ساتنې ادارې یا فرانتکس کډوال نیوز سره خبرو کې ویلي وو چې د بالکان پر مسیر د کډوالو د شمېر د زیاتوالي دلیل دا دی چې ځینې مهاجر په وار وار له پولې اروپا ته د اوښتو هڅه کوي.

 

نورې ليکنې