انځور: د فرانسې د ملي پولیسو ټویټرپاڼه
انځور: د فرانسې د ملي پولیسو ټویټرپاڼه

د فرانسې سرحدي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په پایله کې د دغه هېواد په پیرېنې اورینتال سیمه کې د انساني قاچاقبرو د یوې ځواکمنې ډلې غړې او مشران نیولي دي. دغې ډلې کډوال له اسپانیا څخه فرانسې ته انتقالول.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د پرپینیان پولیسو د ۲۰۲۰ په جون میاشت کې د انساني قاچاقبرو د یوې شبکې په هکله اطلاع ترلاسه کړه چې د شمالي افریقا اوسېدونکي یې د پرتوس سیمو له لارې فرانسې ته انتقالول.

له پلټنو وروسته معلومه شوه چې یادې ډلې اسپانیا کې د لاسي پلرونکو په مرسته غیر قانوني کدوال فرانسوي موټر چلوونکو ته سپاري ترڅو فرانسې ته یې انتقال کړي. چارواکو دا هم موندلې وه چې له دغې لارې فرانسې ته د اوښتو لپاره پر هر کډوال ۱۰۰ تر ۳۰۰ یورو لګښت راځي.

بیا ولولئ: فرانسه: محکمې پنځه قاچاق وړونکي په بند محکوم کړي

زیاته شوې ده چې د فرانسې پولیسو له ۲۰۲۰ څخه ۲۰۲۲ پورې نږدې ۱۵ موټر چلوونکي د کډوالو د انتقال په تور نیولي دي. نیول شویو کسانو بیا پولیسو ته ویلي دي چې دوی خلک له پیسو اخیستو پرته فرانسې ته انتقالول خو په دې نه پوهېدل چې دغه کسان قانوني اسناد نه لري.

ورپسې د قاضي د امر پر بنسټ په پرپنیان او پرتوس سیمو کې د دې شبکې ۶ مهم غړي ونیول شول. نیول شوي کسان محکمې ته تر حاضرېدو وروسته تر قضایي کنترول لاندې نیول شوي دي. پولیسو د یادو عملیاتو پر مهال تر ۱۳۰۰۰ یورو پورې نغدې پیسې، ۵ موټرونه او موبایلونه هم ترلاسه کړي دي.

بیا ولولئ: اسپانیا: امنیتي ځواکونو د قاچاقبرو یوه ډله نیولې ده

ویل کېږي چې په تېر یو نیم کال کې تر ۲۰۰ ډېر کډوال چې ډېری یې د مراکش او الجزایر دي له یادې ډلې سره اړیکې نیولې دي چې له امله یې د ډلې مشرانو لسګونه زره یورو ترلاسه کړې دي. 

 

نورې ليکنې