د برېتانیا د روغتیا ادارې د کډوالو ترمنځ د دېفتېریا ناروغۍ د خپرېدو په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده. ویل کېږي چې تر دې دمه برېتانیا ته د رسېدلو کډوالو ترمنځ د دېفتېریا شاوخوا ۵۰ پېښې ثبت شوې دي.
برېتانیا کې د دېفتېریا ناروغۍ اندېښنې راپارولې دي. بي بي سي د برېتانیا د روغتیا ادارې له قوله لیکلي دي چې د روان کال له پیل راهیسې په دغه هېواد کې د دېفتېریا څه باندې ۵۰ پېښې ثبت شوې دي.
ډېری دغه پېښې د مانستون د کډوالو په مرکز کې ثبت شوې دي چې د برېتانیا په سوېل کې موقعیت لري. د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې ښایي د مانستون مرکز هغه اوسېدونکی چې د نومبر په ۱۹مه یې د مرګ خبر خپور شو د دېفتېریا ناروغۍ له امله مړ شوي و.
دغه وزارت له پېښې لږ وروسته ویلي وو چې داسې کومه نښه نښانه نشته چې ګواکې دا پېښه د ساري ناروغیو له کبله رامنځته شوې ده، خو اوس د کورنیو چارو وزارت یو ویاند وایي چې د نوموړي د دېفتېریا معاینه مثبته ختلې ده.
بیا ولولئ: برېتانیا: د کډوالو مرکز مانستون کې یو تن د «ناروغۍ له کبله مړ شوی دی»
د برېتانیا د روغتیا ادارې زیاته کړې چې تر اوسه دا څرګنده نه ده چې ایا په دېفتېریا ټول اخته کډوال په مانستون مرکز کې دننه پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي که نه. خو د روغتیاپوهانو په وینا د چاپېریال ککړتیا د دېفتېریا د خپرېدو سبب ګرځېدلی شي.
دېفتېریا په برېتانیا او نورو اروپایي هېوادونو ډېره نادره ناروغي ده. د دې ناروغۍ د درملنې لپاره انټي بیوټیک اړین دي خو دېفتېریا د انسان د مرګ لامل هم ګرځېدلی شي.
د دېفتریا ضد واکسین
د برېتانیا روغتیایي چارواکو دا هم ویلي دي چې ښایي دغه کډوال په خپلو هېوادونو او یا د کډوالۍ پر لار پر دېفتېریا اخته شوي وي. دوی دغه راز پر دې ناروغۍ اخته کډوالو ته د واکسین د لګولو سپارښتنه کړې ده.
که څه هم د برېتانیا حکومت د نومبر په ۲۲مه اعلان وکړ چې د مانستون د کډوالو مرکز یې خالي کړی دی، خو روغتیایي چارواکي اندېښنه لري چې له مانستون څخه پر دېفتېریا د اخته کسانو ایستل به نورو استوګنځایونو کې د دې ناروغۍ د خپرېدو لامل شي.
د برېتانیا د عامې روغتیا د مشرانو ټولنې مسول جېم مک مانوس سندې ټایمز ته ویلي دي چې په اوسني وضعیت کې د مانستون مرکز خالي کول کولی شي چې پناه غوښتونکي او د هوټلونو کارکوونکي له خطر سره مخ کړي. نوموړي د برېتانیا کورنیو چارو وزارت د وضعیت د خرابېدو مسول بللی دی.
بیا ولولئ: لندن او پاریس د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د کډوالو د تګ د مخنیوي تړون لاسلیک کړی
د یادولو ده چې سږ کال تر دې دمه د انګلیس کانال له لارې څه باندې ۴۲۰۰۰ کډوالو ځانونه برېتانیا ته رسولي دي. ډېری دغه کډوال د مانستون په څېر لنډمهالو مرکزونو کې ساتل کېږي. لندن او پاریس د نومبر د میاشتې په ۱۴مه برېتانیا ته د اوښتونکو کډوالو د څپو د مخنیوي تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې د فرانسې په سواحلو کې د امنیتي ځواکونو شمېر زیات کړل شي.