د بلغاریا امنیتي ځواکونه وایي چې د سه شنبې په ورځ یې د دغه هېواد د بورګاس او صوفیا پر لویه لاره په یوه لارۍ کې ۲۳ افغان کډوال موندلي دي.
د بلغاریا خبري اژانس د خبر له مخې، د بلغاریا د پولیسو سیمه ایزې ادارې کارنارې کلي ته نږدې د بورګاس او صوفیا پر لویه لاره په یوه لارۍ کې ۲۳ کډوال موندلي دي چې د افغانستان اصلي اوسېدونکي دي. چارواکو د موټر د چلوونکي د نیولو خبر هم ورکړی دی چې د بلغاریا تبعه دی.
دا په داسې حال کې ده چې د نومبر میاشتې په ۲۶مه د بورګاس او صوفیا پر لویه لاره اګانوو کلي ته نږدې ۱۰ مراکشیان او پنځه بلغاریایي قاچاق وړونکي نیول شوي وو.
همدارنګه پولیسو د نومبر په ۲۵مه راکیتنتسا کلي ته نږدې د سوریې او عراق ۲۳ اتباع نیولي وو.
د یادولو ده چې د نومبر په ۲۲مه یوه موټر چلوونکي د بلغاریا پلازمېنې صوفیا په ۴۰ کیلومترۍ کې د تالاشۍ په پوسته کې د خپل موټر له درولو ډډه وکړه چې له امله یې یو بلغاریایی سرتېری او څلور کډوال ټپیان شول. په دغه میني بس موټر کې ۱۲ سوریایي کډوال سپاره ول.
بیا ولولئ: بلغاریا: د کډوالو لېږدوونکي موټر یو سرتېری او څلور مهاجر ژوبل کړي دي
له دغې پېښې لږ وروسته د بلغاریا کورنیو چارو وزارت عمومي مسول پیتار تودوروف خپله استعفا اعلان کړه. نوموړي پر دولت نیوکه وکړه چې د قاچاق وړونکو پر وړاندې یې اقدام نه دی کړی.
همدارنګه د د بلغاریا یو قاضي ماریان مارینوف ویلي وو چې «نن سبا ورته جرایم پر وبا بدل شوي دي».
د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت په حواله د روان کال له پیل راهیسې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو ۱۴۴۲۷ تنه غیرقانوني کډوال نیولي دي. خو په ۲۰۲۱ کې بیا بلغاریا کې څه باندې ۸۲۵۰ کډوال نیول شوي وو.
بیا ولولئ: بالکان لار: تر ۱۵۰ ډېر قاچاق وړونکي نیول شوي دي
زیاته شوې چې امنیتي ځواکونو یوازې په سپتمبر میاشت کې ۲۸۲۲ غیرقانوني کډوال نیولي دي چې له دغې ډلې ۵۶۳ تنه یې بلغاریا ته د ننوتو په حال کې، ۳۸۱ تنه د کورنیو چارو وزارت له اجازې پرته له بلغاریا څخه د وتو په حال کې او پاتې ۱۸۷۸ تنه په بلغاریا کې دننه نیول شوي دي.