انګلیس کانال. انځور: رویترز
انګلیس کانال. انځور: رویترز

د برېتانیا د جرمونو سره د مبارزې اداره وایي چې انګلیس کانال کې د کډوالو د کښتۍ د ډوبېدو پېښې‌ په تړاو چې تېر کال د نومبر په ۲۴مه رامنځته شوې وه، یو ۳۲ کلن سړی نیول شوی دی. دغه پېښه کې ۲۷ کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د برېتانیا د جرمونو سره د مبارزې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې پر هارم احمد ابوبکر تور دی چې د هغې جرمي ډلې غړیتوب لري چې «په یوه کوچنۍ بېړۍ کې یې برېتانیا ته د کډوالو انتقال ته زمینه برابره کړې وه». نوموړی د برېتانیا په سوېل لوېدیځه سیمه کې نیول شوی دی.

تېر کال د نومبر په ۲۴مه د کالې په ساحلي اوبو کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوه چې ۳۳ کسان پکې سپاره ول. په دې پېښه کې ۱۶ عراقي کردانو، ۱ ایراني کرد، ۴ افغانانو، ۳ یوتوپیایانو، ۱ سومالیایي، ۱ مصري او ۱ ویتنامي کډوال خپل ژوند له لاسه ورکړ.

له پېښې څخه یوازې یو عراقی کرد او یو سوډانی کډوال ژوندي پاتې شوي وو.

د جرمونو سره د مبارزې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ابوبکر د فرانسوي چارواکو سره په همغږۍ موندل او نیول شوی دی. زیاته شوې ده چې نوموړی به د وېستمنستر محکمې ته تر حاضرېدو پورې په بند کې وي او وروسته به یې د استرداد لړۍ پیل شي.

تېر اوړی د دغې پېښې په تړاو فرانسه کې د انساني قاچاقبرو یوه لس کسیزه ډله محکمې ته ورپېژندل شوې وه.

فرانسوې ورځپاڼې لومونډ د نومبر میاشتې په نیمایي کې د یو راپور په خپرولو سره وویل چې په دغه کښتۍ کې سپرو کډوالو بیا بیا هڅه کړې وه چې له فرانسوي چارواکو سره اړیکه ونیسي، خو چا ورسره مرسته نه وه کړې.

بیا ولولئ:‌ د کډوالو د کښتۍ ډوبېدو پېښه:‌ پلټنو د فرانسې ژغورنې سیستم کې جدي نیمګرتیاوې په ګوته کړې دي

د څېړنې له مخې، کډوالو له ډوبېدو مخکې په وار وار د ګري نې د ژغورنې او نظارت سیمه ایز عملیاتي مرکز یا کراس سره اړیکې ونیولې چې د مانش او شمالي‌ قومندانۍ تر مدیریت لاندې دی، خو هڅې یې بې ګټې وې.

د یادولو ده چې د روان کال له پیل راهیسې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د رسېدلو کډوالو شمېر څه باندې ۴۲۰۰۰ تنو ته اوښتی دی.

څه موده مخکې لندن او پاریس د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د کډوالو اوښتو د مخنیوي تړون لاسلیک کړ. د دواړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې راغلي دي چې لندن به راتلونکی کال د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره فرانسې ته ۷۲،۲ میلیونه یورو ورکړي او پاریس به په خپلو سواحلو کې د امنیتي ځواکونو شمېر ۴۰ سلنه زیات کړي.

 

نورې ليکنې