د هسپانيې د کورنيو چارو وزير د لږ تر لږه ۲۳ مهاجرو د مړيني وروسته تر فشار لاندي راغلی دی. دغه مهاجر د مليلا پر سرحدي کټاره مړه شوي ول.
مليلا په شمالي افريقا کي د هسپانيې پرته باندنۍ سيمه ده. د جون په مياشت کي د هسپانيې د دغې باندنۍ برخي پر سرحدي کټاره د مهاجرو په ازدحام کي لږ تر لږه ۲۳ مهاجر ووژل شول. دا هغه وخت کله چي د جون پر ۲۴ نېټه له سوډان څخه په سلونو مهاجرو کوښښ وکړ چي د مراکش او مليلا تر منځ تر سرحدي موانعو واوړي. هغوی غوښتل په دې توګه ځان اروپايي اتحاديې ته ورسوي. خو ويډيوګاني ښيي چي مراکشي چارواکو د دغو مهاجرو په وړاندي له سخت تاوتريخوالي څخه کار واخيست.
د هسپانيې پوليسو او د کورنيو چارو وزير فرناندو ګراندې مرلاسکا وخت ويلي ول چي پر هسپانوي اړخ پوليسو او چارواکو د قانون او اصولو سره سم چلن کړی او دا چي د هسپانيې پر خوا هيڅ مړی نه دی شوی. خو اوس د ژورنالستانو يوې ډلې چي پکښي د نورو تر څنګ د «اېل پايس» او «شپيګل» مجلو همکاران شامل دي، د هسپانوي چارواکو او د مرلاسکا يادي ادعاوي او راپور پلټلی او تر سوال لاندي يې راوستلی دی. د هسپانيې په پارلمان کي محافظه پال اپوزيسيون د يادي پيښي وروسته د ګراندې مارلاسکا د استعفی غوښتنه کړې وه. پر هغه باندي د حکومت د ملاتړي کين اړخو له خوا هم تنقيدونه کيږي. هغه غوښتل چي د چهارشنبې په ورځ په پارلمان کي د ورباندي لګول شوو تورونو جواب ووايي.
د ژورنالستانو د ډلې ياد راپور د ۱۴۵ ويډيوګانو پر اساس چمتو کړل شوی دی. د دغه راپور جوړولو لپاره په دغه پېښه کي د ژوندي پاته سوو ۴۰ کسانو او په همدې توګه د هسپانوي پوليسو مرکې هم اخيستل شوي دي. د «اېل پايس» ورځپاڼي ليکلي دي چي د راپور چمتو کولو لپاره د غميزي د ځای درې بُعدي ماډل هم چمتو کړل شوی دی. د دغه راپور له مخي لږ تر لږه يو مهاجر د هسپانيې پر خاوره مړ شوی دی.
آ./ا.ا.