د فرانسې سمندري ځواکونه وایي چې انګلیس کانال کې د پنځو بېلابېلو عملیاتو پر مهال څه باندې ۲۴۰ کډوال ژغورل شوي دي. ژغورل شویو کې هغه کسان هم دي چې اوبو ته غورځېدلي وو او کښتۍ یې د ډوبېدو په حال کې وه.
د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې یې انګلیس کانال کې هغه ۲۴۰ کډوال ژغورلي دي چې غوښتل یې د سمندر له لارې ځانونه برېتانیا ته ورسوي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ژغورونکو د دوشنبې په شپه د کالې په ساحلي اوبو کې ۳۳ کډوال ژغورلي دي.
همدارنګه د لوفرینکوک په اوبو کې ۶۱ کډوال او لږ وروسته ۳۴ تنه نور د فرانسې د سمندري ځواکونو له خوا ژغورل شوي دي. چارواکو ژغورل شوي کډوال د کالې بندر ته راګرځولي او سرحدي پولیسو ته یې سپارلي دي.
د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ زیاته کړې چې د سه شنبې په ورځ یې د کالې په اوبو کې یوه بله کښتۍ هم ژغورلې ده چې پکې سپاره کډوال اوبو ته غورځېدلي وو. په دغه کښتۍ کې ټولټال ۶۱ کسان سپاره ول چې د ځینو کډوالو د بدن د تودوخې درجه راټیته شوې وه. ژغورل شوي کسان بولونی سور مېر بندر ته انتقال شوي دي.
په ورته مهال د دنکرک سټېشن مشر الن لوداګنل کډوال نیوز سره خبرو کې وایي چې ډېری وختونه هغه کښتۍ چې کډوال پکې برېتانیا ته د اوښتو هڅه کوي د ډوبېدو له خطر سره مخ دي. هغه وایي: «دا هغه بادي کښتۍ دي چې ډېر خراب کیفیت لري او چین کې جوړې شوې دي.» د نوموړي په وینا بادي کښتۍ معمولاً تخنیکي ستونزې لري او موټورونه یې په اسانۍ سره له کاره لوېږي.
د یو بل خبر له مخې، د فرانسې امنیتي ځواکونو د سه شنبې په ورځ د هغو ۵۱ کډوالو مخه نیولې ده چې غوښتل یې برېتانیا ته واوړي. رویترز د سنګات ښاروال ګې المان له قوله ویلي دي چې دغه مهاجر دې ته اړ کړل شوي چې فرانسې ته راوګرځي. خو په وینا یې ۱۰۰ تنو نورو خپل سفر ته ادامه ورکړې ده.
بیا ولولئ: فرانسه: لون پلاژ کمپ کې کډوال «په هره بیه چې کېږي» برېتانیا ته تلل غواړي
هغه زیاته کړې ده چې په تېرو څو وختونو کې قاچاق وړونکي د کډوالو د انتقال لپاره له «تکسي – کښتیو» څخه کار اخلي. مانا یې دا چې دوی کډوال دې ته مجبوري چې د کښتیو پسې منډې ووهي او پکې سپاره شي.
د برېتانیا د دفاع وزارت په وینا سږ کال تر دې دمه تر ۴۰ زره ډېر کډوال توانېدلي چې د انګلیس کانال له لارې دغه هېواد ته واوړي. چارواکي وایي چې یوازې د تېرې دوشنبې په ورځ ۴۲۶ کډوال برېتانیا ته رسېدلي دي.