ارشيف انځور
ارشيف انځور

يو کال تر مخه په مانش کانال کي د مهاجرو د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کي لږ تر لږه ۲۷ انسانان مړه شوي ول. اوس د بريتانيې پوليسو يو کس د اړونده قضيې په تړاو نيولی دی.

پر نيول شوي ۳۲ کلن کس شک کيږي چي د مهاجرو د ډوبېدني په پېښه کي يې «بنيادي کردار» لاره. د بريتانيې د جنايت ضد پوليسو (NCA) دغه خبر د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د نوامبر په ۲۹نېټه) ورکړ. د پوليسو په وينا دغه شکمن کس يې د انګلستان په سويل لوېديځ ښار چېلتنهم ته نژدې نيولی دی.

چارواکي اټکل کوي چي دغه ۳۲ کلن کس د هغې «سازماندهي شوي جرمي ډلې غړی دی، کومې چي» په ګډه سره مهاجر په يوه کوچنۍ کښتۍ کي د دې لپاره سپاره کړي ول چي بريتانيې ته يې ورسوي.

يو ربړي کښتۍ چي پکښي مهاجر سپاره ول، د ۲۰۲۱ کال د نوامبر مياشتي په ۲۴ نېټه له فرانسې څخه د بريتانيې پر لاره په مانش کانال کي ډوبه شوې وه. په دغه حادثه کي لږ تر لږه ۲۷ مهاجر مړه شوي ول. له ۲۰۱۸ کال راهيسي دا په مانش کانال کي تر ټولو وژونکې حادثه وه.

په فرانسه او بريتانيه کي د يادي قضيې په تړاو پلټني ادامه لري. د دغو پلټنو مقصد د دغې پيښي د لاملونو او مسؤلو کسانو پيدا کول دی. د فرانسې چارواکو تر دمګړي پوري د ۱۰ مشکوکو قاچاق وړونکو پر ضد تحقيقات پېل کړي دي. په بريتانيه کي نيول شوی نوی مشکوک کس د چهارشنبې په ورځ () په لندن کي و محکمې ته وړاندي کيږي. هلته به و فرانسې ته د نيول شوي کس د سپارلو پروسه هم پېل شي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې