انګلیس کانال کې د کډوالو کښتۍ. انځور: رویترز
انګلیس کانال کې د کډوالو کښتۍ. انځور: رویترز

د فرانسې د سمندري چارو عمومي ادارې پرون چهارشنبه اعلان وکړ چې دوه نوې کښتۍ به په انګلیس کانال کې د ژغورنې چارې پیل کړي. یادې ادارې په راتلونکي کې د بې پیلوټه الوتکو د کارولو خبر هم ورکړی دی.

د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د اوښتونکو کډوالو د شمېر له زیاتېدو سره د فرانسې د سمندري چارو عمومي ادارې پرون چهارشنبه د نومبر ۳۰مه وویل چې دوه نورې کښتۍ به دغه سمندر کې د کډوالو د ژغورنې چارې پیل کړي. یادې ادارې چې د فرانسې د لومړۍ وزیرې تر چتر لاندې کار کوي ویلي دي چې دغه کښتۍ به په راتلونکو اونیو کې سمندر ته واستول شي.

د سمندري چارو عمومي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې دا پرېکړه یې ځکه کړې ده چې د «هوا له سړېدو» سره انګلیس کانال کې د «خطرناکو پېښو د رامنځته کېدو امکان» زیاتېږي.

دغې ادارې زیاته کړې ده چې دوی په پام کې لري چې په راتلونکي کې سمندر کې د حالاتو د معلومولو لپاره بې پیلوټه الوتکې هم وکاروي.

بیا ولولئ: انګلیس کانال کې څه باندې ۲۴۰ کډوال ژغورل شوي

دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې د ۲۰۲۱ د نومبر د میاشتې په ۲۴مه انګلیس کانال کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د پېښې په قربانیانو کې ۱۶ عراقي کردان، ۱ ایرانی کرد، ۴ افغانان، ۳ یوتوپیایان، ۱ سومالیایی، ۱ مصری او ۱ ویتنامی کډوال شامل وو.

لومونډ ورځپاڼې د نومبر میاشتې په نیمایي کې د یو راپور په خپرولو سره ولیکل چې په دغه کښتۍ کې سپرو کډوالو بیا بیا هڅه کړې وه چې له فرانسوي ژغورونکو سره اړیکه ونیسي، خو چا ورسره مرسته نه وه کړې.

لږ مخکې د دنکرک سټېشن مشر الن لوداګنل کډوال نیوز سره خبرو کې ویلي وو چې ډېری وختونه هغه کښتۍ چې کډوال پکې برېتانیا ته د اوښتو هڅه کوي د ډوبېدو له خطر سره مخ دي. د نوموړي په وینا: «دا هغه بادي کښتۍ دي چې ډېر خراب کیفیت لري او چین کې جوړې شوې دي.» ښاغلي لوداګنل دا هم ویلي وو چې بادي کښتۍ معمولاً تخنیکي ستونزې لري او موټورونه یې په اسانۍ سره له کاره لوېږي.

بیا ولولئ: برېتانیا: انګلیس کانال کې د کډوالو د کښتۍ د ډوبېدو پېښې په تړاو یو تن نیول شوی

د برېتانوي چارواکو د رسمي شمېرو له مخې، د روان میلادي کال له پیل څخه تر دې دمه د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د رسېدلو کډوالو شمېر له ۴۳۰۰۰ تنو اوښتی دی. د برېتانیا د دفاع وزارت په حواله یوازې د تېرې سه شنبې په ورځ ۸۸۴ کډوالو د سمندر له لارې ځانونه برېتانیا ته رسولي دي. فرانسوي چارواکو بیا د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې انګلیس کانال کې د څه باندې ۲۴۰ کډوالو د ژغورلو خبر ورکړی دی.

 

نورې ليکنې