په آلمان کي د مهاجرو لپاره د سرپناه په توګه چمتو شوی لوبغالی
په آلمان کي د مهاجرو لپاره د سرپناه په توګه چمتو شوی لوبغالی

د پناه غوښتنې لپاره د اروپايي اتحاديې آژانس وايي چي په دغه اتحاديه کي د تيرو شپږو کالو راهيسي تر ټولو زياتي د پناه غوښتني شوي دي.

د پناه غوښتني لپاره د اروپايي اتحاديې اژانس ويلي دي چي د تيرو شپږو کالو راهيسي په يوه مياشت کي دومره زياتي د پناه غوښتني نه وې شوي، لکه سږني سپتامبر کي چي وشوې. زياته شوې په پناه غوښتونکو کي تر ټولو زيات شمېر د سوريې هيواد د وګړو دی.

آژانس ويلي دي چي د اروپايي اتحاديې په ۲۷ هيوادونو کي د روان کال د سپتامبر په مياشت ۹۸ زره د پناه غوښتني وشوې. په ياد شمېر کي د ناروې او سويس دننه د پناه غوښتنې هم شاملي دي. هغه پناه غوښتونکي چي له جنګونو او بحرانونو څخه په تېښته کي دي، د هغو په پرتله چي له بې وزلۍ څخه تښتي، په اروپايي اتحاديه کي د محافظت ترلاسه کولو بهتر چانسونه لري.

ويل شوي چي په رسمي توګه ۱۳۷۰۰ سوريايانو د نړيوال محافظت غوښتنه کړې ده. د دې تر څنګ د افغانانو په هکله ويل شوي چي هغوی د سپتامبر په مياشت کي ۱۳۷۰۰ د پناه غوښتني کړي دي. د کوم وخت راهيسي چي د ۲۰۲۱ کال په اګست کي طالبانو په افغانستان کي واک نيولی دی، په اروپايي اتحاديه کي د افغانانو له خوا د پناه غوښتني زياتي شوي دي.

د پناه غوښتنې لپاره د اروپايي اتحاديې آژانس ويلي دي چي ۵۸۰۰ ترکي وګړو د اتحاديې په غړو هيوادونو کي د پناه غوښتنه کړېده او په دې توګه دغه ډله د ټولو پناه غوښتونکو دريمه برخه تشکيلوي. ياد اژانس د هندي، بنګله دېشي، تونسي، ګورجستاني، مراکشي او مصري پناه غوښتونکو د شمېر له زياتېدني څخه هم يادونه کړېده.

په عيني وخت کي ويل شوي چي د روسيې لخوا پر اوکراين د بريد له کبله و اروپايي اتحاديې ته د رسېدونکو اوکرايني مهاجرو رسېدنه هم ادامه لري. دغه آژانس زياته کړېده چي د اوکراين دغو مهاجرو ته مؤقتي محافظت ورکول کيږي او دا چي په لنډه موده کي هغوی ته مالي، د اوسېدو او کار آسانتياوي برابريږي. د آژانس په وينا دغه د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو لپاره يوه لويه ننګونه ده.

په ۲۰۱۵ کال په سوريه کي د کورنۍ جګړې له کبله زيات شمېر سوريايان اروپا ته مهاجر شول. هغه وخت تر يو مليون څخه زيات سوريايان اروپا ته ورسېدل او په اروپا کي د مهاجرت بحران رامنځته شو. هغه وخت په مياشت کي ۱۷۳ زره د پناه غوښتني کېدلې.

د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه لا تر اوسه په دې هکله کوم تفاهم ته نه دي رسېدلي چي بېله اجازې د دوی سرحدونو ته داخليدونکو مهاجرو مسؤليت دوی او که يې ګاونډي هيوادونه په غاړه اخلي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې