د آلمان په پارلمان کي د حزب اختلاف د لوی ګوند مسيحي دموکرات مشر فريدريش مېرڅ له حکومت د رد شوو مهاجرو چټک اخراج غوښتی دی.
په آلمان کي د مسلکي کارګرو د تشي او له بهر څخه د مسلکيانو د راجلبولو پر موضوع تاوده بحثونه ادامه لري. د مسيحي دموکرات ګوند رئيس فريدريش مېرڅ په دغه بحث کي پر دې ټينګار کړی چي د رد شوو پناه غوښتونکو په اخراج کي بايد چټکتيا رامنځته شي. د هغه په وينا دمګړی په آلمان کي ۳۰۰ زره داسي بهرنيان شته چي د چارواکو له خوا له آلمان څخه په وتلو مکلف کړل شوي دي. نوموړي دا څرګندونې د «راينيشه پوست» ورځپاني د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د دسمبر لومړۍ نېټه) کړي دي.
د مېرڅ په وينا د آلمان ائتلافي حکومت د رايه ورکوونکو سره ژمنه کړېوه چي د اخراج د پروسو د چټک کولو لپاره به لوی قدمونه واخلي. د هغه په وينا حکومت تر اوسه د خپلي دغي ژمني د پوره کولو په ترڅ کي پاته راغلی دی. خو د رد شوو مهاجرو د اخراج په پروسو کي يو لوی خنډ د اسنادو نشته والی وي. د دې تر څنګ زيات وختونه د دغو مهاجرو اصلي هيوادونه په اړينه توګه همکاري ته نه وي حاضر. د دې تر څنګ په آلمان کي و يو شمېر هيوادونو ته پر اخراج ممانعت دی. د مثال په توګه سوريې او افغانستان ته انسانان نشي اخراج کېدلای.
په ۲۰۲۱ کال په آلمان کي په ټوليزه توګه ۱۶۵ زره پناه غوښتونکي ثبت او تقريبا ۱۲ زره اخراج شول.
د کرونا پاندمي په لومړي کال يعني په ۲۰۲۰ کال کي په ټوليزه توګه ۱۰۸۰۰ مهاجر له آلمان څخه اخراج کړل شول. په ۲۰۱۹ کال ۲۲ زره او په ۲۰۱۸ کال ۲۳۵۰۰ مهاجر اخراج کړل شول.
د مېرڅ په وينا د رد شوو پناه غوښتونکو د اخراج په ترڅ کي «بدلون ته اړتيا شته.» د هغه په وينا د آلمان په ولس کي د کار په بازار کي د تشو ډکولو لپاره د مهاجرت لېوالتيا صرف په هغه صورت کي برقراره ساتل کيدلای شي چي په عيني وخت کي هغه کسان اخراج کړل شي چي په آلمان کي د پاته کېدو لرليد نه لري.
مېرڅ په داسي حال کي دا څرګندوني کړي دي چي د آلمان حکومت د مسلکي کارګرو د راجلبولو لپاره د نوي قانون يوه مسوده تصويب کړېده. د دې تر څنګ حکومت غواړي چي د آلمان د تابعيت په لاس راوړلو کي اسانتياوي رامنځته کړي.
آ./ا.ا.