د بلجیم د استند سیمې ساحل. تزییني انځور: پیکسابي
د بلجیم د استند سیمې ساحل. تزییني انځور: پیکسابي

د برېتانیا چارواکي وایي هغه دوه کسان یې نیولي دي چې په یوه تېزرفتارۍ کښتۍ کې یې له بلجیم څخه برېتانیا ته د کډوالو د انتقال هڅه درلوده. دغه کسان چې د البانیا اتباع دي د برېتانیا نتېنګهام ښار کې نیول شوي دي.

د بي بي سي د خبر له مخې د برېتانیا پولیسو د نومبر په ۲۹مه د دغه هېواد د ناتېنګهام په شیروود سیمه کې د یوه کور د تلاشۍ پر مهال دوه البانیایان نیولي دي. پر دغو کسانو چې ۴۴ او ۴۰ کاله عمرونه لري تور دی چې د کډوالو په قاچاق کې ښکېل دي.

لږ مخکې یادې ادارې د بکېنګ همپشایر په آیلزبري کې د دغې ډلې د یو بل غړي د نیولو خبر ورکړی و.

د بلجیم امنیتي ځواکونو د روان کال د اکټوبر د میاشتې په ۳۰ فلاندرز ساحل کې ۱۲ کډوال چې ویل کېږي البانیان دي او دوه برېتانیايي اتباع ونیول چې په یوه تېزرفتاره کښتۍ کې یې برېتانیا ته د اوښتو هڅه درلوده.

د جرایمو سره د مبارزې ملي ادارې مشر کولین ویلیامز ویلي دي چې دوی د هغو کسانو په هکله پلټنې کړې دي چې تېره اکټوبر میاشت یې د برېتانیا له سمندري ځواکونو څخه د تېښتې هڅه کړې وه.

نوموړي زیاته کړې ده چې دغه اداره د انساني قاچاق سره مبارزې ته «لومړیتوب» ورکوي او د قاچاق شبکو له منځه وړلو لپاره «خپلې ټولې هڅې» کوي.

بیا ولولئ: برېتانیا: انګلیس کانال کې د کډوالو د کښتۍ د ډوبېدو پېښې په تړاو یو تن نیول شوی

دا په داسې حال کې ده چې په روان میلادي کال کې د هغو کډوالو په شمېر کې ډېروالی راغلی دی چې غواړي د سمندر له لارې ځانونه برېتانیا ته ورسوي. د برېتانیا رسمي شمېرې ښيي چې سږ کال تر دې دمه دغه هېواد ته د رسېدلو کډوالو شمېر له ۴۳۰۰۰ تنو اوښتی دی. ډېری دغه کډوال د فرانسې له سواحلو څخه په کوچنیو کښتیو کې برېتانیا ته د ورتګ هڅه کوي. 

د ۲۰۲۱ د نومبر د میاشتې په ۲۴مه انګلیس کانال کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د پېښې په قربانیانو کې ۱۶ عراقي کردان، ۱ ایرانی کرد، ۴ افغانان، ۳ یوتوپیایان، ۱ سومالیایی، ۱ مصری او ۱ ویتنامی کډوال شامل وو.

 

نورې ليکنې