۲۵ کلن افغان ځوان شفیق ستانکزی چې اروپا ته پر لار د ترکیې پولیسو د ناوړه چلند له امله يي خپل ژوند له لاسره ورکړی و په ټولنیزو شبکو کې يي د افغانانو غصه راپارولې.
ستانکزی چې د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکی و شاوخوا یوه میاشت وړاندې په هیواد کې د شته ناخوالو له امله په قاچاقي لارو اروپا ته سفر پیل کړی و چې د نومبر میاشتې په ۱۱ مه، د ترکیې په وان ښار کې له یوې ودانۍ له غورځیدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د نوموړي خپلوان پژواک خبري آژانس ته ویلي چې هغه د ترکيې په وان ښار کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې له يوې لوړپوړیزې ودانۍ غورځول شوی او ځای پر ځای مړ شوی و. سرچینه زیاته کړې چې د ستانکزي جسد د لیندۍ میاشتې په ۱۰ مه هیواد ته راولیږدول شو چې وروسته بیا د محمد اغې ولسوالۍ په مغل خیلو کلي کې خاورو ته وسپارل شو.
د نوموړي د مرګ له خبر وروسته ګڼو افغانانو په ټولنیزو شبکو کې په دې اړه خفګان څرګند کړی او له هیواد څخه د ځوانو کدرونو د فرار په اړه غبرګون ښودلی.
افغان خبریال رحیم ګال څاروان په خپله ټویټر پاڼه کې په دې اړه لیکلي: «شفیق ستانکزی حالاتو اړ کړی وو چې وطن پریږدي. مهاجر شي. کله چې وطن کې دې ځای نه وي. تعلیم، تحصیل دا ټول یو دم ختم شي. د لوستي ځای شپونکی ونیسي. بسته ولس په کډه شي.نو اړ شي، پلې قاچاقي لار خپله کړي او په ډیره بې وسۍ کې له دنیا سترګې پټې کړي.»
همدارنګه یو بل افغان خبریال کبیر حقمل هم د شفیق ستانکزي د مرګ په اړه د اندیښنې په څرګندولو لیکلي چې زرګونه افغانان له ورته برخلیک سره مخامخ دي.
حقمل په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي:« د ۲۰۲۱ کال تر سقوط وروسته مطلق اکثریت افغانانو په تېره بیا تحصیل کړو او د کار خلکو له راتلونکي هیلې وشکولې/له هیواده د وتو په تکل کې شول. دا لړۍ د ورځې په تېرېدو غځېږي اوخلک لا ډېر مایوسیت خپلوي. د ګران شفیق ستانکزي برخلیک خواشینوونکی دی، زرګونه ځوانان مو له ورته حال سره مخ دي.»
په ترکیه کې له افغان کډوالو سره د پولیسو د تاوتریخوالي د ا لومړۍ پیښه نه ده بلکه له دې وړاندې هم ګڼ شمیر افغان ځوانان په ترکیه کې وهل شوي، په زندانونو کې اچول شوي او زرګونه نور په زوره بیرته افغانستان ته استول شوي چې دا لړۍ دوام لري. د بشري حقونو د څار سازمانونو په دې اړه کلکه اندیښه هم څرګنده کړې.
د یو بل خبر له مخې چې د اناتولي خبري آژانس خپور کړی، د ترکیې پولیس د پنجشنبې په ورځ هغه ۸۲ کډوال ژغورلي چې د یوناني پولیسو لخوا پر شا ټمبول شوي و. د سرچینې له مخې دغه کډوال په جلا جلا پیښو کې له یونان سره پولې ته نږدې ژغورل شوي دي.