افغان وګړي د کابل په هوایي ډګر کې، ۱۹ سپټمبر ۲۰۲۱. انځور: د قطر د بهرنیو چارو وزارت، رویټرز
افغان وګړي د کابل په هوایي ډګر کې، ۱۹ سپټمبر ۲۰۲۱. انځور: د قطر د بهرنیو چارو وزارت، رویټرز

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې بریتانیا تیرکال ۵ زره افغانانو ته د پناه ورکولو په اړه هوکړه وکړه خو د دغې پریکړې راهیسې يي یو کس هم نه دی ایستلی. دغې ورځپاڼې بریتانیا د افغان او اوکرایني کډوالو ترمنځ په توپیري چلند تورنوي.

د ګارډین په راپور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شوی راغلي چې بریتانیا له خپلو ژمنو سره سره نه دی توانیدلی چې هغه افغانان انتقال کړي چې له بریتانیا سره يي د کار کولو له امله خپل ژوند په خطر کې اچولي و. دغې بریتانوۍ ورځپاڼې لیکلي:« هغو افغانانو سره چې نږدې یو کال وړاندې په بریتانیا کې د بیا میشتیدنې ژمنه شوې وه، د شکنجې او مرګ سره مخ دي خو لاهم دوې د بریتانیا حکومت د ځواب په تمه دي.»

ورځپاڼه زیاتوي چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د افغان اتباعو د بیا میشتیدنې سکیم (ACRS) له مخې چې د جنورۍ په میاشت کې اعلان شوی و، یو کس هم له افغانستان څخه نه دی منل شوی او نه دی ایستل شوی چې دا د چارواکو بی غوري ښيي. د دغه پروګرام هدف د هغو افغانانو سره مرسته کول و چې د بریتانیا حکومت سره يي په افغانستان کې کار کړی و او یا هم په یوه ډول ورسره ښکیل وو. د ورځپاڼې په بارو دوې د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانانو د دوسیو د څیړلو لپاره یوازې ۵ څخه تر ۸ کسان کار کوي په داسې حال کې چې د اوکرایني پناه غوښتونکو د دوسیو لپاره ۵۴۰ بریتانیايي کارکونکي بوخت دي.

نور ولولئ:بریتانیا نوي کال کې د ۲۰ زره افغانانو د پناه ورکولو پروګرام پیلوي

دا په داسې حال کې ده چې زرګونه افغانان په پاکستان، ایران او نورو هیوادونو کې د دې انتظار باسي تر څو د لویدیځو هیوادونو ویزې ترلاسه کړي. څه موده وړاندې یو شمیر افغان خبریالان په اسلام اباد کې د یو لاریون په ترسره کولو له نړیوالو غوښتي و چې د دوې د انتقال زمینه دې برابره کړي.

د یادولو ده چې بریتانیا د تخلیې پر مهال نږدې ۲۳ زره افغانان چې خبریالان، مدني فعالان او د بریتانیا پخواني کارکوونکي په کې شامل دي، دې هیواد ته انتقال کړي او همدارنګه ژمنه يي کړې چې ۶ زره نور افغانان به هم انتقال کړي.

 

نورې ليکنې