بلغاریا هغه ادعاوي نه دي منلي چې ګواکې سرحدي ځواکونو يي د اکتوبر په میاشت کې یو سوریايي کډوال په ډزو وژلی. په یوه ویډیو کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوې لیدل کیږي چې د بلغاریا پر پوله یو ځوان پر سینه او لاس په مرمۍ ویشتل کیږي او بیا پر ځمکه راغورځیږي.
اسوشیتید پرس خبري آژانس د سه شنبې په ورځ لیکلي،دغه سړی چې عبدالله الرستوم نومیږي او ځان د سوريي اوسیدونکی معرفي کوي ادعا کړې چې د بلغاریا سرحدي ځواکونو پر نوموړي هغه مهال ډزې وکړې چې نور ملګري يي بلغاریا ته د ننوتلو پر مهال و نیول شول او بیرته ترکیې ته وشړل شول.
پر دغه کډوال د مرمې د ډزو ویډیو په اړه څیړنه د «لایټ هاوس» په مشرۍ د یو شمیر اروپايي رسنیو لکه اسکای نیوز، فرانسوۍ ورځپاڼې لوموند، ټایمز او آزادي راډیو لخوا په ګډه ترسره شوې وه.
د بلغاریا دولت بیا دغه ادعاوې نه مني او وايي چې پوځي ځواکونه يي له پولو ساتنه کوي او په کلکه د نړیوالو او داخلي قوانینو درناوۍ کوي.
د دغه اروپايي هیواد د کورنیو چارو وزیر ایوان دمرجیف خبریالانو ته وویل:« د کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي هیڅ پیښه شتون نه لري.» ښاغلی دمرجیف وايي چې د یادو رسنیو دغه راپور چې د بلغاریا او ترکیې له لارې د کډوالۍ په اړه خپره شوې، بې بنسټه دی.
د بلغاریا د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د دغې موضوع د څیړلو په اړه يي له څه مودې راهیسې له ترکي چارواکو سره کار کړی. هغه په دې اړه وویل:« هیڅ داسې شواهد شتون نه لري چې د دې ښودنه وکړي چې د بلغاریا د سرحدي پولیسو لخوا ډزې شوې وي او د هیچا پر وړاندې د بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه کوم اقدام نه دی شوی.»
دمرجیف دا هم وویل چې سرحدي ځواکونه يي په دې وروستیو کې د هغو خلکو لخوا له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي چې غواړي بلغاریا ته له قانوني اسنادو پرته دننه شي. نوموړی وايي چې ځینو خلکو يي د سرحدي ځواکونو پر وړاندې له ډبرو او چاقوګانو هم کار اخیستی.
هغه زیاتوي:« که څوک داتمه لري چې د بلغاریا پولیس به دا ډول کړنو ته ځواب ورنکړي، دوې غلط دي.»