د اروپايي ټولنې او لویدیځ بالکان هیوادونو پر داسې یو پلان هوکړې ته رسیدلي چې موخه يي د لویدیځ بالکان هیوادونو له لارې اروپا ته د ناقانونه کډوالو د څپو مخنیوی بلل شوې. پر پولو د څار ډیرول او د ویزې په پالیسو کې سمون د دغه نوي پلان لومړیتوبونه دي.
د اروپايي هیوادونو مشران د عمل د دغه پلان په اړه د ډسمبر په ۵ مه، د البانیا په پلازمینه تیرانا ښار کې هوکړې ته رسیدلي دي.
یاد پلان پنځه مهمې موخې لري چې د دغو موخو لپاره ۲۰ عملیاتي پلان وړاندې شوی. په دغو پنځو عمده موخو کې د پولو د مدیتریت پیاوړي کول، د پناه غوښتنې د پروسو چټک کول، د جدب د ظرفیت پیاوړي کول، له انساني قاچاق سره مبارزه، د بیرته ستنولو د پروسې څخه ملاتړ او همدارنګه د ویزې په پالیسو کې سمون شامل دي.
د دغو پلانونو د عملي کولو او د کډوالو په مرکزونو کې د ظرفیتونو د لوړلو او د پناه غوښتني د سیستمونو د پیاوړي کولو لپاره به اروپايي ټولنه د لویدیځ بالکان هیوادونو سره مالي مرستې ډیرې کړي.
د اروپايي هیوادونو مشران د ناقانونه کډوالو د څپو د مخنیوي په اړه دغه ګام په داسې مهال اخیستی چې د لویدیځ بالکان له لارې اروپا ته د ناقانونه کډوالو څپې تر وړاندې خورا ډیرې شوې. په دغه پلان کې ویل شوي چې د فرانټکس لخوا د روان کال له پیل څخه د لویدیځ بالکان له لارې د اروپايي ټولنې په بهرنیو پولو کې ۱۳۰ زره کسانو د اوښتو هڅه کړې چې د تیر کال په پرته درې چنده ډیروالی ښيي.
نور ولولئ: اروپا پر خپلو سرحدونو کې لسګونه زره سرحدي ځواکونه مسلح کوي
همدارنګه هوکړه شوې چې د اروپا پوله ساتي ځواکونه ( فرانټکس) رول به پیاوړی شي تر څو وشي کولای د البانیا، مونته نګرو، سربیا او شمالي مقدونيي سره د یوې هوکړې له مخې پر پولو ګډ عملیات ترسره کړي.
په پلان کې راغلي چې د انساني قاچاق سره د مبارزې په موخه به د سربیا او هنګري پر پولو د یورو پول ځانګړي ځواکونو له لورې ګډ عملیات ترسره شي.
ټاکل شوې چې د اروپايي هیوادونو د مشرانو له ناستې وړاندې، د لویدیځ بالکان چارواکي پر دغې نوې هوکړې بحث وکړي.