کډوال نیوز د هغو انجمنونو لیست چمتو کړی چې په پاریس کې له هغو بهرنیو میرمنو سره مرسته کوي چې د تاوتریخوالي قرباني وي. دغه انجمنونه د ټیلفون او یا هم په خپلو دفترونو کې دغه خدمات وړاندې کوي.
که چیرې فرانسې ته راغلي یاستۍ او د میړه لخوا له کورنی او یا بل ډول تاوتریخوالي سره مخامخ کیږئ نو حق لرئ چې د خپل اقامت کارد (titre de séjour) په ساتلو سره له خپل خاوند او یا د ژوند له شریک سره بیله شئ. که چیرې میړه مو یو بهرنی وي او تاسو ته يي په فرانسه کې بلنه ورکړې وي او یا که فرانسوۍ هم وي تاسې کولای شئ له دغه حق څخه برخمنه شئ.
که چیرې میړه مو فرانسوی وي نو په دې اړه قانون کې راغلي، که چیرې د کورنۍ تاوتریخوالي له امله د یوې بهرنۍ میرمنې په ژوند کې بیلوالۍ رامنځ ته کیږي نو په فرانسه کې ورته د لنډ مهالې اقامت کارد پر ځای د اقامت بل کارد ورکول کیږي.
که چیرې میړه مو قانوني مهاجر وي او د کورنۍ د یوځای کیدو له لارې فرانسې ته راغلي یاستئ نو قانون په دې اړه وايي:« که چیرې د کورنۍ تاوتریخوالي له امله د یو بهرنی وګړی په ژوند کې بیلوالۍ راشي نو چارواکي نه شي کولای چې د اقامت کارد يي لغوه کړي.»
د هغو انجمونو لیست چې کولای شي له بهرنیو میرمنو سره چې له تاوتریخوالي سره مخامخې وې مرسته وکړي په لاندې ډول دي:
د سیماد انجمن:
دغه انجمن د ټیلفون له لارې مرستې وړاندې کوي.
وخت: هره چهار شنبه د ۹:۳۰ نه تر ۵:۳۰ پورې.
ټیلفوني شمیرې: ۰٦٧٧۸۲٧۹۰۹ او ۰١۴۰۰۸۰٥٣۴
د دغو شمیرو له لارې کولای شې د ملاقات لپاره وخت واخلئ. که چیرې اړیکه مو ټینګه نه شوه نو کولای شئ غږیز پیغام واستوئ او خپله شمیره ورته ولیکئ. مسول کس وروسته له تاسو سره اړیکه نیسي.
د سیماد ویب سایټ لپاره دلته کلک کړئ.
Femmes de la Terre
ټیلفوني مرستې هره دوشنبه له ۱ بجو نه تر ۵ بجو. د معلوماتو او د ملاقات اخیستلو لپاره دغې شمیرې سره اړیکه و نیسیئ: ٠١۴۸۰٦٠٣٣۴ ایمیل fdlt92@gmail.com
د Femmes de la Terre ویب سایټ
له تاوتریخوالي سره د مخامخو ښځو د مرستې لپاره نور انجمنونه:
Carte du Centre Hubertine Auclert
دغه انجمن له د تاوتریخوالي د قربانیو ښځو لپاره د دغه ویب سایت له لارې د ټیلفون یوه شمیره وړاندې کوي چې له همدې لارې تاسو سره مرسته او لارښوونه کوي.
د ټیلفون شمیره: ۳۹۱۹
دغه شمیره وړیا ده او شپه او ورځ فعاله وي. تاسو کولای شی چې د کورنۍ تاوتریخوالي، جنسي او رواني ځورونې، تجاوز، زور زیاتی او اجباري ودونو په اړه یادې شمیرې سره اړیکه و نیسئ. په بیړنۍ حالت کې د ۱۷ شمیرې سره اړیکه و نیسئ.
د کورنۍ د تنظیم انجمن - Le planning familial
د کورنۍ د تنظیم انجمن په ټوله فرانسه کې فعالیت کوي. تاسو کولای شئ چې مستقیما دفترونو ته يي ولاړې شئ او یا هم له لاندې شمیرو سره اړیکه و نیسئ:
۰١۴۲٦٠۹٣۲٠
۰١۴٥۸۴۲۸۲٥
٠١۴۲۴۵٦٧۳٥
کولای شئ دلته د ویب سایت له لارې هم ورسره اړیکه و نیسئ.