د بلغاريې د سرحد آرشيف انځور / واسيل دونېف، دي پي اې، پکچر الاينس
د بلغاريې د سرحد آرشيف انځور / واسيل دونېف، دي پي اې، پکچر الاينس

د آلمان د اې آر ډي او نورو رسنيو په راپورونو کي ويل شوي دي چي احتمالا د بلغاريې چارواکو له خوا پر يو مهاجر ډزي شوي دي.

د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي يو شمېر رسنیو داسي راپور خپور کړی دی چي ښايي د بلغاريې سرحد ساتونکو پر سرحد باندي پر مهاجرو ډزي کړي وي. رسنيو ويلي دي چي د ډزو قرباني مهاجر په نوم معلوم دی او د پيښي وروسته د ترکيې يو روغتون ته رسول شوی دی. زياته شوې چي دغه مهاجر يو سوريايي ځوان دی.

خو بلغاريې دا خبره د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د دسامبر په ۶ نېټه) رده کړې ده چي ګواکي د دوی چارواکو دي پر مهاجر ډزي کړي وي. بلغاريې ويلي دي چي ۶۵ مهاجرو کوښښ کاوه چي سرحد ته يې «په ناقانونه توګه» ور واوړي. دغه رسمي دريځ په صوفيه کي د کورنيو چارو د وزارت له خوا د دولتي تلويزيون او راډيو له لاري خپور کړل شوی دی.

د رسنيو له خوا تصديق شوې يوه ويډيو ښيي چي د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په دريمه نېټه يو ځوان د نورو مهاجرو تر منځ ولاړ دی. په ويډيو کي ښودل کيږي چي هغوی د سرحدي کټارې پر لور ډبري غورځوي. بيا د يو ډز ږغ اورېدل کيږي چي وروسته دغه ځوان رالويږي. د رسنيو د راپورونو له مخي د دغې ويډيو دقيقې ارزونې ښودلې چي ډز احتمالا په ۳۰ متره واټن کي واقع د بلغاريې له سرحد څخه شوی وي.

خو د بلغاريې د کورنيو چارو د وزارت په وينا د مهاجرو چلن ډېر له غوسې ډک وو. بلغاريې ويلي چي «د مهاجرو له خوا د ډبرو غورځولو له کبله د پوليسو يو موټر زيانمن شوی او يو سرحدي پوليس ژوبل شوی وو.»

د اروپايي اتحاديې کميسيون د نوامبر په مياشت کي لا د بلغاريې په ستاينه کي ويلي ول چي دغه هيواد د پولي ساتنې په برخه کي ډېر زيات او بريالی فعاليت کوي. کميسيون دغه فعاليت د مهاجرت د مخ په زياتېدوکي فشار سره د مؤثرې مبارزې په توګه ستايلی وو. بلغاريه غواړي چي د شينګن ساحې غړيتوب تر لاسه کړي.

بلغاريه له څو اونيو راهيسي شکايت کوي چي له ترکيې څخه يې پر پوله د مهاجرو فشار زيات شوی دی. وايي له همدې کبله يې پر پوله د سرحد ساتونکو شمېر زيات کړی دی او عسکر يې هم ورسره مل کړي دي. د بلغاريې په وينا د نوامبر په ۸ نېټه د ترکيې سره د پولې په ساتنه مؤظف يو پوليس باندي ډزي وشوې. د بلغاريې په وينا ډز د ترکيې له اړخه راغلی وو.

آ./ا.ا./ن.ز.

منبع: د آلمان ږغ دويچه وېله پښتو

 

نورې ليکنې