د آلماني مرستندويه سازمان اس او اس هيومېنيټي د کښتۍ له خوا په مديترانه کي تر ۱۵۰ څخه زيات نور مهاجر ژغورل شوي دي.
د هيومېنيټي ۱ کښتۍ د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د دسمبر ۶ نېټه) له يوې لرګيني کښتۍ څخه تقريبا ۵۰ مهاجر سپرلي وژغورل. دا خبره د يادي کښتۍ مسؤل سازمان اس او اس هيومېنيټي د سه شنبې په ورځ وکړه.
د آلمان خبري آژانس په خبر کي راغلي دي چي په همدغه ورځ له ربړي کښتۍ څخه هم تر ۱۰۰ زيات مهاجر وژغورل شو. د اس او اس هيومېنيټي په وينا په کښتۍ کي يې اوس تر ۲۵۰ زياتو مهاجرو ته ځای ورکړی دی.
په عيني حال کي د بې سرحده ډاکټرانو له خوا تمويل کېدونکي مرستندويه کښتۍ هم تر د سه شنبې په ورځ په بېړني حالت کي واقع شوي مهاجر ژغورلي دي. ياد سازمان وويل چي د سه شنبې په ورځ سهار يې ۹۰ مهاجر و خپلي مرستندويه کښتۍ جيو بېرنټس ته پورته کړل. د راپور له مخي په دغه مرستندويه کښتۍ کي اوس د شته مهاجرو شمېر ۲۵۴ سته جګ شوی دی.
هغه مهاجر چي د مرستندويه کښتيو له خوا ژغورل شوي دي، هڅه يې کوله چي د کښتيو په مرسته ځانونه اروپايي اتحاديې ته ورسوي. خو زيات وخت دا ډول مهاجر د قاچاق وړونکو له خوا په خرابو، زړو او يا د سمندر د سفر لپاره ناوړه کښتيو کي کښېنول کيږي. عموما په دغو کښتيو کي تر اندازې زيات انسانان سپاره کړل کيږي. له همدې کبله دغه سفر ډېر خطرناک وي او زيات وختونه د مهاجرو دغه کښتۍ د سمندر په منځ کي د بېړني حالاتو سره مخامخ کيږي.
له بل اړخه په ايټاليا کي د لومړۍ وزيري جيورجيا ميلوني په مشري د ښې اړخي حکومت د جوړېدو وروسته ايټاليا د مهاجرت په موضوع کي سخته پاليسي خپله کړېده. دغه حکومت هغوی مرستندويه کښتيو ته په خپلو بندرونو کي د لنګر اچولو اجازه نه ورکوي، چي د مهاجرو د ژغورلو وروسته ايټاليې ته مخه کوي.
د ايټاليې د سختو پاليسو باوجوده دغه هيواد ته سږکال نژدې ۹۵ زره مهاجر د کښتيو له لاري رسېدلي دي. دا هغه شمېر دی چي په رسمي توګه وړاندي شوی دی. په ۲۰۲۱ کال په عيني همدومره موده کي ۶۳ زره مهاجر ايټاليې ته رسېدلي ول.
آ./ا.ا.