ليتوانيا پر خپل سرحد تر پخوا کم داسي مهاجر ثبت کړي دي چي هڅه يې کوله دغه اروپايي هيواد ته له بېلاروس څخه ور واوړي.
ليتوانيا چارواکو اټکل کوي چي ځکه ورته د سپيني روسيې يا بېلاروس له لاري د مهاجرو ورتګ کم شوی دی، ولي چي پر پوله کټاره او د څار اليکترونيکي سيسټم لګول شوی دی.
د ليتوانيا، بېلاروس او پولنډ هيوادونو سره پر پوله د پرتې ليوانيايي سرحدي پوستې کاپسياميستيس قومندان ويلي دي چي په خواله رسنيو کي د سرحدي کټارې او د څار د اليکترونيکي سيسټم د شتون په هکله معلومات ژر خپاره شوي دي. دغه چاراکي د راډيو سره په مرکه کي دا څرګندوني کړي دي چي د سه شنبې په ورځ له سرحدي سيمي څخه خپرې کړل شوې. د هغه په وينا ځکه هم د مهاجرو د ورتګ شمېر کم سوی دی، ولي چي سړه هوا په دې کي رول لوبوي.
ليتوانيا د سپيني روسيې سره تقريبا ۶۸۰ کلومتره اوږده پوله لري چي د اروپايي اتحاديې د باندنۍ پولي يوه برخه ده. له ۱۰۰ کلومترو څخه پر زياته برخه پوله جهيلونه يا د اوبو کوړمونه او سيندونه دي. د ۲۰۲۱ کال د دوبي په پای او مني کي پر دغه پوله وضعيت کړکېچن شو. په زرونو انسانانو هڅه کوله چي په ناقانونه توګه د اروپايي اتحاديې دغه باندنۍ پولي ته داخل شي. هغه وخت د اروپايي اتحاديې له خوا د سپيني روسيې پر واکمن اليکزاندر لوکاشېنکو تور ولګول شو چي ګواکي په منظمه توګه د نړۍ له بيلو بحراني سيمو راغلي مهاجر له سپيني روسيې څخه د اروپايي اتحاديې تر باندنۍ پولي پوري رهنمايي کوي او تر پولي اوښتلو ته يې هڅوي.
د ياد کړکېچن وضعيت پر وخت تر ټولو زيات فشار د کاپسياميستيس سرحدي پوسته باندي وو. په غبرګون کي ليتوانيا پر تقريبا ۵۵۰ کلومتره پوله باندي څلور متره جګه او په اغزن تار قوي شوي هسکي کټارې جوړي کړې. دغه کټاره د اګست مياشتي په پای کي بشپړه کړل شوه. پولنډ هم پر پوله فيزيکي موانع او خنډونه جوړ کړي دي.
د ليتوانيايي چارواکو په وينا په دسمبر مياشت کي تر اوسه له سپيني روسيې څخه و ليتوانيا ته د اوښتلو ډېر کم شمېر هڅي شوي دي. زياته شوې چي په تيرو مياشتو کي هم څرګنده شوې وه چي د راتلونکو مهاجرو په شمير کي ښکاره کموالی راغلی دی. چارواکو ويلي دي چي بعضي مهاجر له موانعو څخه د اوښتلو لپاره د خپل ځان سره ځينې راوړي او يا د ونو تنې د ختلو لپاره کاروي. زياته شوې چي بعضي مهاجر په قينچيو يا بياتي باندي د موانعو د پرې کولو هڅه هم کوي.
آ./ا.ا.