تر دېرشو څخه زيات شمېر د بشر د حقونو او ټولنيزو سازمانونو په اروپايي اتحاديه کي په دراماتيکه توګه د مهاجرو د حقونو پر کمولو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د مرستندويه سازمانونو له خوا پر اروپايي اتحادیې او د آلمان پر حکومت غږ شوی دی چي د مهاجرو د حقونو په دفاع کي فعال شي. د سازمانونو دغې ډلې چي پکښي پرو ازيول، د بخښني د نړيوال سازمان آلمانۍ څانګه او بې سرحده ډاکټران هم شامل دي د سه شنبې په ورځ يادي څرګندونې وکړې.
دغو سامازنونو وويل چي د اروپايي اتحاديې پر باندنيو پولو باندي د مهاجرو د محافظت او بشري حقونه د «Instrumentalization Ordinance» يا د وسيله ګرځونې د قانون له مخي له منځه وړل کيږي. ياد قانون تقريبا يو کال تر مخه د اروپايي اتحاديې د کميسيون له خوا وړانديز شو چي له مخي به يې غړي هيوادونه برحال د پناه غوښتنې قوانين کنګل کولای شي.
دا هغه وخت کي که دغه قوانين د وسيلي په توګه وکارول شي. دغه قانون له هغه وروسته وړانديز کړل شو کله چي يو کال مخکي اروپايي اتحاديې د سپيني روسيې پر واکمن اليکزاندر لوکاشېنکو د مهاجرو د فشار په توګه د وسيله ګرځولو تور ولګاوه. اروپايي اتحاديې وويل چي لوکاشېنکو په منظمه توګه مهاجر د اروپايي اتحاديې باندنيو پولو ته انتقالوي چي په دې توګه له اتحاديې د ورباندي لګول شوو بنديزونو غچ واخلي.
له ديرشو څخه زياتو سازمانونو اوس د دې غوښتنه کړېده چي د وسيله ګرځونې قانون دي نه تصويب او نه عملي کيږي. د پرو ازيون وياندي ويبکه يوډيت د پنجشنبې په ورځ د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو د کورنيو چارو د وزايرانو پر غونډه ږغ وکړ چي ياد وړانديز شوی قانون دي رد کړي. د هغې په وينا په دغه قانون سره اروپايي اتحاديې د هغو غړو هيوادونو اړخ نيسي «چي د اروپايي اتحاديې اساسي اصول تر پښو لاندي کوي.» يوډيت د آلمان پر حکومت ږغ وکړ چي «يوه سره کرښه دي کش کړي او دغه قانون دي رد کړي.»
په ټوليزه توګه ۳۵ سازمانونو په خپله مشترکه اعلاميه کي ويلي دي چي که ياد قانون ومنل شي نو «دا به د پناه غوښتني او د انسانانو لپاره د سرپناه او مراقبت اروپايي اصول تر زغم وړ حد اقل څخه لا هم راکم کړي.» په اعلاميه کي راغلي چي د ياد قانون پلي کول به «د باندنيو پولو د تړلو لامل شي او په تېښته کي انسانانو ته به تقريبا ناممکنه شي چي پر باندنيو پولو د پناه غوښتنه وکړي.»
د سازمانونو په مشترکه اعلاميه کي ويل شوي چي د تجويز شوي قانون په چوکاټ کي دا اجازه شته چي «پناه غوښتونکي تر پنځو مياشتو پوري توقيف کړل شي.» زياته شوې چي دغه قانون آن د کورنيو، يوازي کم سنو مهاجرو او معذورو انسانانو توقيف هم ممکن کړي.
د پرو ازيول کارپوهي يوډيت و فرانس پرېس خبري آژانس ته ويلي: «هجرت کول هيڅ جرم نه دی. خو د پولو د تړلو دغه قانون انسانانو ته د دې سزا ورکوي چي په خپل هيواد کي له جګړې او تعقيب څخه په تېښته کي په اروپا کي د محافظت د تلاښ هڅه کوي.
آ./ا.ا.