په پاکستان کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی چې د چهار شنبې په ورځ ۷۰ تنه افغانان چې د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نیول شوي و له بند څخه آزاد او بیرته خپل هیواد ته لیږدول کیږي.
سفارت ویلي چې دغه افغانان د کراچۍ ښار د عدلي او قضايي ارګانونو او په کراچۍ کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ په هڅو خوشي شوي دي.
سفارت په خپله ټویټر پاڼه کې په دې اړه لیکلي:« زمونږ 70 تنه هیوادوال چې د قانونی اسنادونو د نه لرولو په تور د پولیسو له لورې نیول شوي او بندیان شوي وو. بالاخره نن چهارشنبه د 07/12/2022 د کراچۍ له زندانونو څخه خوشې او هیواد ته لیږدول کیږي.»
له دې وړاندې د یوې افغانې کورنۍ خپلوان کډوال نیوز ته ویلي و چې یاده کورنۍ له دوو کوچنیو ماشومانو سره د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پاکستاني پولیسو لخوا د اسنادو د نه درلودلو په تور نیول شوي و. د کورنۍ خپلوان ویلي و چې پاکستاني چارواکو له دوې څخه د خوشي کیدو په بدل کې ۴۰۰ زره پاکستاني روپۍ غوښتي دي.
نور ولولئ: یوه افغانه کورنۍ له پنځو ماشومانو سره له تیرو دوو اونیو راهیسې د پاکستان په کراچۍ کې زنداني ده
دا په داسې حال کې ده چې تیره میاشت چارواکو ویلي و چې پاکستاني پولیسو په څلوېښتو ورځو کې له ۱۲۵۰ څخه ډېر افغان کډوال نیولي.ډېری دغه افغانان د اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو، خو په دوې کې داسې کسان هم و چې د اوسېدو قانوني اسناد يي درلود.
نور ولولئ:پاکستان کې پولیسو تر زرو ډېر افغان کډوال نیولي دي
وروسته له هغه چې د تیر کال په اګست میاشت کې طالبانو د کابل ولکه په واک کې واخیسته، سلګونه زره افغانان پاکستان او ایران ته مخه کړه. ډیری دغه افغانان لاهم په اسلام اباد کې د لویدیځو هیوادونو د ویزو لپاره انظار باسي.