د چک جمهوريت پر سرحد کنټرول کيږي / انځور: رويټرز، رادو وان ستوکلاسا
د چک جمهوريت پر سرحد کنټرول کيږي / انځور: رويټرز، رادو وان ستوکلاسا

چک جمهوريت د سلواکيې هيواد سره پر پوله د کنټرول موده غځولې ده. د دې تر څنګ د سرحدي پوليسو سره د عسکرو د مرستې پرېکړه هم شوې ده.

د چک جمهوريت کابينې چي مشري يې د لمړۍ وزير پېتر فيالا په غاړه ده په پراګ کي پرېکړه وکړه چي د دوو نورو اونيو لپاره به د سلواکيې سره پر سرحد کنټرول ته ادامه ورکړي. په دې توګه نو دغه کنټرول د دسمبر تر ۲۶ نېټي پوري اوږد کړل شو. کابينې دا فيصله هم کړې ده چي د کنټرول لپاره به ۸۰ عسکر او ۳۰ ګمرکي چارواکي هم د پوليسو سره کومک کوي.

چک جمهوريت د سلواکيې سره د پولې کنټرول د سپتمبر مياشتي په آخره کي هغه وخت پېل کړ، کله چي ورته له دغه جانبه د ورتلونکو مهاجرو شمېر ډېر زيات شو. د اکثرو دغو مهاجرو لپاره اصلي هدف د آلمان هيواد وي. د چک جمهوريت د حکومت په وينا له هغه راهيسي يې ۱۳۰ شکمن قاچاق وړونکي هم نيولي دي.

د پراګ حکومت ويلي دي چي د کنټرول له پېل راهيسي يې ۹۱۸۷ بې اجازې سرحدي داخلېدونکي ثبت کړي دي. زياته شوې چي له ياد شمېر کسانو څخه ۲۲۰۰ بېرته له سرحد څخه پر شا لېږل شوي دي.

چک جمهوريت او سلواکيه د شينګن ساحې غړي هيوادونه دي. د دغې ساحې غړي هيوادونه مکلف دي چي پر خپلمنځي پولو به کنټرول نه کوي، خو په استثنايي حالاتو کي په مؤقتي توګه کنټرول کولای شي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې