د افغانستان او ایران ترمنځ سرحدي لار. انځور: آرشیف
د افغانستان او ایران ترمنځ سرحدي لار. انځور: آرشیف

په افغانستان کې د باختر خبري آژانس خبر ورکړی چې څلور تنه افغانان د ایران د سرحدي ځواکونو په ډزو هغه مهال ووژل شول چې د دوې په موټر ډزې وشوې. په دغه پیښه کې ۱۳ تنه نور ټپیان دي.

یاده پیښه سه شنبه ناوخته، د ډسمبر په ۶مه، د سیستان بلوچستان ایالت د « خاش و سراوان» په سیمه کې رامنځ ته شوې.

سرچینې لیکلي چې د ایران پوځي ځواکونو د هغو افغان کډوالو پر موټر د لارې په اوږدو کې ډزې وکړې چې غوښتل يي په ناقانونه ډول د ایران خاورې ته د ننه شي.

د ایران د سیستان بلوچستان او نیمروز ولایت چارواکو رسنیو ته ویلي چې د پوځیانو په ډزو کې ۴ ځوانان مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د پیښې عیني شاهدان ویلي چې د ایراني سرحدي ځواکونو له ډزو وروسته د افغان کډوالو موټر له سړکه واوښت او چپه شو.

ایران ته پر لار د دغه هیواد د سرحدي ځواکونو او پولیسو لخوا دا ډول چنلد، لومړنی پیښه نه ده بلکه دې وړاندې هم له افغانانو سره د تاوتریخوالو ګڼې پیښې ثبت شوي.

له ایران سره پر پوله د نیمروز ولایت چارواکو تیره اونۍ ویلي و چې په تیرو شپږو میاشتو کې ۹۲۵ افغان ماشومان له ایران څخه په زوره ایستل شوي دي. ګڼ شمیر دغه ماشومان له پولې څخه په ناقانونه ډول د اوښتو پر مهال له خپلو کورنیو بیل شوي خو ځیني نور بیا د کار لپاره ایران ته له تګ څخه بیرته ګرځول شوي.

نور ولولئ: له ۹۰۰ څخه ډیر افغان ماشومان په ۶ میاشتو کې له ایران څخه ایستل شوي

په افغانستان کې بې وزلي او د کار روزګار نشتوالی ګڼ شمیر افغان ځوانان دې ته اړ باسي تر څو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته د کار لپاره په قاچاقي لارو له خطره ډک سفر پیل کړي. د راپورونو له مخې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې ایران ته په قاچاقي توګه د ځوانانو او ماشومانو په تګ کې ډیروالی راغلی.

 

نورې ليکنې