د بلغاریا چارواکي وایي چې د یکشنبې په ورځ یې د دغه هېواد سلیون ښار ته نږدې په یوه بس کې ۷۰ غیر قانوني کډوال نیولي دي. زیاته شوې ده چې ځینې کډوال د ستړیا له کبله روغتون ته وړل شوي دي.
د بلغاریا سیمه ایز پولیس وایي چې تېره یکشنبه یې د موټرو په پارکېنګ کې په یوه بس کې ۷۰ غیرقانوني کډوال موندلي دي. پولیسو ویلي دي چې له دغې ډلې څخه ۱۴ تنه یې چې اسناد یې نه درلودل خو ځانونه یې افغانان معرفي کول روغتون ته وړل شوي دي. زیاته شوې ده چې درې کډوال به د دوی د روغتیایي وضعیت تر ښه کېدو پورې روغتون کې پاتې شي.
پولیسو د دوو رومانیایانو د نیولو خبر هم ورکړی دی چې یو تن یې د بس چلوونکی و. د دغو دواړو کسانو پر وړاندې قضایي دوسیه پرانیستل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د بلغاریا د پولیسو سیمه ایزې ادارې د نومبر د میاشتې په ۲۹مه کارنارې کلي ته نږدې د بورګاس او صوفیا پر لویه لاره په یوه لارۍ کې ۲۳ افغان کډوال موندلي وو. چارواکو د موټر د چلوونکي د نیولو خبر هم ورکړی و.
له دې وړاندې د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د روان کال له پیل راهیسې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو څه باندې ۱۵۰ زره غیرقانوني کډوال نیولي دي. خو په ۲۰۲۱ کې بیا بلغاریا کې څه باندې ۸۲۵۰ کډوال نیول شوي وو.
سرچینې زیاته کړې وه چې امنیتي ځواکونو یوازې په سپتمبر میاشت کې ۲۸۲۲ غیرقانوني کډوال نیولي دي چې له دغې ډلې ۵۶۳ تنه یې بلغاریا ته د ننوتو په حال کې، ۳۸۱ تنه د کورنیو چارو وزارت له اجازې پرته له بلغاریا څخه د وتو په حال کې او پاتې ۱۸۷۸ تنه په بلغاریا کې دننه نیول شوي دي.
بیا ولولئ: بلغاریا هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې پولیسو یې پر کډوالو ډزې کړې
د بالکان پر لار د کډوالو د شمېر له زیاتېدو سره د بلغاریا چارواکو له ترکیې سره پر پوله امنیتي تدابیر ډېر کړي دي. تر دې دمخه بلغاریا د شېنګن زون د غړیتوب غوښتنه کړې وه، خو د تېرې پنجشنبې په ورځ د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو په کنفرانس کې د هالنډ او اتریش د مخالفت له کبله د دغه هېواد پر غړیتوب توافق رامنځته نه شو.