د فرانسې سمندري ځواکونو د تېرې شنبې په شپه انګلیس کانال د یو لړ عملیاتو پر مهال د کوچنیو ماشومانو په ګډون ۱۳۳ کډوال ژغورلي دي. دغو کډوالو غوښتل چې د سمندر له لارې ځانونه برېتانیا ته ورسوي.
د سړې هوا سربېره لا هم ګڼ شمېر کډوال د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د اوښتو هڅه کوي. د فرانسې د نظارت او ژغورنې سیمه ایز عملیاتي مرکز یا کراس د تېرې شنبې په شپه انګلیس کانال کې د یو لړ عملیاتو پر مهال ۱۳۳ کډوال ژغورلي دي چې په ډله کې یې کم عمر لرونکي ماشومان هم دي. دغو کسانو د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د اوښتو هڅه درلوده.
د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي چې فرانسوي ژغورونکو د شنبې په شپه زویدکوت اوبو کې ۴۷ کډوال وژغورل چې بېړۍ یې په سمندر کې له ستونزو سره مخ شوې وه.
دغه راز د بلېریو پلاژ په ساحلي اوبو کې د کډوالو یوه بله بېړۍ وژغورل شوه چې ۴۳ کسان پکې سپاره ول. چارواکو ژغورل شوي مهاجر بولونی بندر ته انتقال کړي دي. لږ وروسته د فرانسې سمندري ځواکونو د کالې په ساحلي اوبو کې ۴۳ تنه نور کډوال وژغورل. دغه کسان د یکشنبې ورځې په سهار کالې بندر ته راوستل شول.
د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ژغورل شوي ۱۳۳ کډوال روغتیایي کارکوونکو او د فرانسې سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي.
بیا ولولئ: انګلیس کانال کې د کډوالو ژغورنه: دوه نورې کښتۍ به په کار پیل کړي
د دغو کډوالو په ډله کې یوه کورنۍ هم وه چې دوه کوچني ماشومان یې درلودل. د لا وا دو نور ورځپاڼې د خبر په حواله، د ژغورل شویو ماشومانو د بدن د تودوخې درجه راټیټه شوې وه. ورځپاڼه زیاتوي چې د ګراولین ښار چارواکو «د څو ساعتونو لپاره» یاده کورنۍ او ځینو نورو کډوالو ته یو جمنازیم کې سرپناه ورکړه.
د یو بل خبر له مخې فرانسوي چارواکو د تېرې پنجشنبې په شپه د پا دو کالې په یوه ساحل کې څه باندې ۱۵ ماشومان ژغورلي چې د ۱ څخه تر ۱۶ کاله عمرونه یې درلودل. د دغو ماشونو د بدن د تودوخې درجه راټیټه شوې وه.
بیا ولولئ: انګلیس کانال کې څه باندې ۲۴۰ کډوال ژغورل شوي دي
که څه هم پاریس او لندن د نومبر میاشتې په نیمایي کې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د کډوالو د تګ مخنیوي لپاره تړون لاسلیک کړ، خو ګڼ شمېر کډوال لا هم د سمندر له لارې له فرانسې څخه برېتانیا ته د ورتګ هڅه کوي. د برېتانیا حکومت د رسمي شمېرو له مخې سږ کال تر دې دمه تر ۴۴ زره ډېر کډوال د یاد کانال له لارې دغه هېواد ته اوښتي دي.