ارشیف انځور: پېکچر الاینز
ارشیف انځور: پېکچر الاینز

د یونان یوې محکمې یو افغان کډوال ته چې له دې وړاندې په ۵۰ کاله بند محکوم شوی و له دوو کالو ځنډ وروسته برائت ورکړی دی. پر نوموړی تور و چې د یونان خاورې ته یې د کډوالو تګ ته زمینه برابره کړې ده.

د یونان په لېسبوس ټاپو کې یوې محکمې د تېرې پنجشنبې په ورځ افغان کډوال عاکف رسولي ته تر دوو کالو بند وروسته برائت ورکړ. پر نوموړي تور لګول شوی و چې یونان ته یې د غیر قانوني کډوالو تګ ته زمینه برابره کړې ده. محکمې د هغه د ۵۰ کلن بند سزا لغوه کړې او ویلي یې دي چې دغه پناه غوښتونکی د ناسمو اسنادو پر بنسټ د کډوالو پر قاچاق تورن شوی و.

عاکف رسولي د محکمې له غونډې وروسته وویل: «ما ویل چې بې ګناه یم، دوی مې بالاخره پر خبرو باور وکړ. ډېر خوشاله یم، خو اوس د نورو په هکله فکر کوم، زما په شان ګڼ شمېر کډوال د یونان په زندانونو کې بندیان دي.»

امیر ظاهري یو بل افغان کډوال دی چې تر دې دمخه د یونان خاورې ته کډوالو ته د ننوتو د زمینې د برابرولو په تور په ۵۰ کالو بند محکوم شوی و. د لېسبوس محکمې د هغه د بند موده اتو کالو ته راټیټه کړه، خو داسې ګومان کېږي چې نوموړی به هم له بنده خوشی شي.

«لومړۍ بریا»

دغو دوو کډوالو د ۲۰۲۰ په سپټمبر میاشت کې له ترکیې څخه په یوه بېړۍ کې د یونان پر لور خپل سفر پیل کړی و. خو قاچاق وړونکو یې کښتۍ په اژه سمندر کې یوازې پرېښوده او وتښتېدل. د یونان محکمې بیا عاکف رسولي او امیر ظاهري د کښتۍ د چلولو په تور په بند محکوم کړل.

بیا ولولئ: یونان دغه هېواد ته «د کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره» زرګونه مهاجر بندیان کړي دي

په ورته مهال د اروپایي پارلمان ځینې غړي و د بشري سازمانونو مدافع وکیلان چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و د محکمې دغه پرېکړه «لومړۍ بریا» بولي. دوی هیله ښيي چې دا به د هغو کډوالو پر وضعیت مثبت اغېز وکړي چې د ناسمو شواهدو پر بنسټ د یونان په زندانونو کې بندیان دي. 

یونان کې نږدې ۲۰۰۰ پناه غوښتونکي «د کډوالو د قاچاق» په تور په زندان کې دي. دوی په معموله توګه د کډوالو د بېړیو د چلولو په تور په بند محکوم شوي دي. مهاجر پلوه سازمانونه د یونان پر دغه سیاست نیوکه کوي او وایي چې د دې سیاست هدف له ترکیې څخه یونان ته د کډوالو د راتګ مخنیوی دی.

 

نورې ليکنې