د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د موسیقۍ اورېدل او غږول ګناه بلل کېږي. له هغه وخت راهیسې چې دغه ډله واک ته رسېدلې ده، د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت دروازې د زده کوونکو پر مخ تړلې دي. د دغه انستیتیوت یو شمېر ښوونکو او زده کوونکو په پرتګال کې پناه اخیستې ده. دوی هڅه کوي چې د افغانستان د موسیقۍ میراث ژوندی وساتي.
د پرتګال د براګا ښار د کنسرټ په سالون کې اووه تنکي ځوانان رباب، سیتار، طبله او نورې داسې الې غږوي. دوی د موسیقۍ د ملي انستیتیوت زده کوونکي دي چې افغانستان کې د موسیقۍ یوازینی ښوونځی دی. دغه تنکي ځوانان نن شپه د یوې بشري ټولنې د مسولینو لپاره موسیقي غږوي. له تېر یو کال راهیسې دا دویم ځل دی چې د افغانستان د ملي انستیتیوت زده کوونکي په پرتګال کې کنسرټ ورکوي.
څوارلس کلنه هدیه چې سنتور غږوونکې ده وایي: «پر سټېج باندې ځان خوشاله احساسوم، په ځانګړي توګه هغه وخت چې خلک مې اجرا خوښوي.» د موسیقۍ د ملي انستیتیوت مشر احمد سرمست هم نن په دغه سالون کې حاضر دی. هغه وایي: «دوی مې د ماشومانو په څېر دي. ځینې یې ۶، ۷ او آن لس کاله مخکې د ملي موسیقۍ ښوونځي ته راغلي دي.»
«طالبان ملي انستیتیوت کې د موسیقۍ الې ماتې کړې»
احمد سرمست وایي کله چې طالبان کابل ته دننه شول، هغه «ډارېدلی» و. خو هڅه یې وکړه چې د موسیقۍ د ملي انستیتیوت زده کوونکي او پرسونل له افغانستانه وباسي. هغه وایي: «له ګڼو دولتونو سره مې خبرې وکړې. خو پرتګال لومړنی او یوازنی هېواد دی چې زموږ غوښتنو ته یې ځواب راکړ.» په پرتګال کې ۲۸۴ کسانو پناه اخیستې ده. احمد سرمست وایي: «پرتګال نه یوازې هغوی ته پناه ورکړه بلکې موږ ته دا زمینه هم برابروي چې د موسیقۍ لیسه بیا جوړه کړو.» نوموړی په پام کې لري چې د افغانستان د موسیقۍ میراث ژوندی وساتي.

محمد قمبر نوشاد د موسیقۍ ملي انستیتیوت زده کوونکو ته درس ورکوي. انځور: کلېر دوبوزې
د یاد انستیتیوت زده کوونکي او پرسونل نهه میاشتې د لېسبون په یوه نظامي روغتون کې اوسېدل، خو دوی اوس د پرتګال براګا ښار کې سرپناه موندلې ده. دیارلس کلنه زهره او فریده له خپل تره سره په یو اپارتمان کې ژوند کوي. په دغه اپارتمان کې یوه بله کورنۍ هم اوسېږي. دغه دوه نجلۍ د موسیقۍ د ملي انستیتیوت وروستنۍ غړې دي چې په ۲۰۲۱ کې پرتګال ته راوستل شوې. تېر کال د نومبر په ۱۶مه د فرېدې او زهرې کورنۍ هغوی د کابل تر هوایي ډګر پورې بدرګه وکړه. فریده وایي دا یوه «دېره عاطفي شېبه» وه.
خو له افغانستانه وتل یوازنۍ حل لاره وه. فریده وایي: «هره شېبه مو وېره درلوده چې طالبان به مو کور ته دننه شي او د موسیقۍ الې به ماتې کړي. ژوند مو په خطر کې و.» زهره بیا وایي: «طالبان نجونو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځي ته ولاړې شي، دوی موږ ته هم اجازه نه ورکوله چې د موسیقۍ لیسې ته ولاړې شو. دوی ملي انستیتیوت کې د موسیقۍ الې ماتې کړې.»
نوی ژوند
دغه زده کوونکې خپله کوته کې د موسیقۍ تمرین کوي: فریده ویلون غږوي او زهرا ترومپت. دوی هیله لري چې د موسیقۍ مسلکي غږونکې او یا لیکوالې شي، خو افغانستان به هېڅکله هېر نه کړي. زهره وایي: «که طالبان له منځه ولاړ شي، موږ غواړو چې افغانستان ته بېرته ولاړې شو ترڅو ماشومانو ته د موسیقۍ درسونه ورکړو.»

فریده او زهره اوس ښوونځي ته ځي. دوی د براګا په یوه ښوونځي کې د انګلیسي او پرتګالي ژبو، د مدني ازموینې او د موسیقۍ درس وایي او هیله لري چې ډېر ژر به په ټولنه کې ادغام شي. زهره وایي: «زه تر ډېره د پرتګالي ژبې درس ته پاملرنه کوم. که مې پرتګالي زده وي، نورې موضوعګانې به هم لوستلی شم.»
خو د بالغو کسانو لپاره کډوالي یوه سخته تجربه ده. ځوان کمپوزیټور او موزېشن محمد قمبر نوشاد د د موسیقۍ د ملي انستیتیوت غړی و. هغه چې له خپلې مور، ښځې، دریو ماشومانو او وراره سره یو ځای پورتګال ته راغلی په میاشت کې ۱۰۵۰ یورو ترلاسه کوي. نوشاد وایي چې دولتي مرستې لږې دي او پرتګال کې کار هم نشته. له همدې کبله د موسیقۍ د ملي انستیتیوت ځینې زده کوونکې او ښوونکي نورو هېوادونو لکه المان، فرانسې، سویس او یا امریکا ته تللي دي.

ناڅرګند راتلونکی
محمد قمبر نوشاد له پرتګاله د وتلو په اړه فکر کوي، خو وایي چې هیله لري چې د وخت په تېرېدو سره به یې وضعیت ښه شي. نوموړی له یوې میاشتې راهیسې د موسیقۍ په ملي انستیتیوت کې د ښوونکي او د ارکسټر رهبر په توګه کار پیل کړی او په میاشت کې ۱۰۰۰ یورو ترلاسه کوي.
دغه کنسرټ د برګا په کنسرواټوار کې ترسره شو، خو احمد سرمست وایي چې هیله لري چې ډېر ژر به د موسیقۍ لیسې لپاره ځای ومومي. هغه وایي: «موږ یو لوی ارکسټر لرو، د فولکور موسیقۍ الې راسره دي، د کورَس ګروپ لرو. په کار ده چې یو داسې ځای هم ولرو چې دوی ټول وتوانېږي تمرین پکې وکړي ترڅو د افغانستان موسیقي ژوندۍ وساتي.»